منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

خوست کې هم دولتي مامورين او مراجعين ادارو ته له پاکستانۍ کلدارو سره نه شي تلاى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٨): له ننګرهار ولايت وروسته په خوست ولايت کې هم پر دولتي مامورينو بنديز لګول شوی چې په جېبونو کې له کلدارو سره ادارو ته نه شي تللى.

د والي وياند طالب منګل د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د خوست ولایت اداري کمپلېکس په دروازه کې ټول مامورين او مراجعين د افغانيو د ترويج په موخه د ټاکل شوي کمېسیون او امنیتي ځواکونو له خوا تلاشي شول.

هغه زياته کړه، له هر چا سره چې په جېبونو کې بهرني اسعار موجود وو، اداري کمپلېکس ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه او دا لړۍ به دوام ولري.

منګل وايي، دا پروسه د عامو خلکو ترڅنګ د ولایت پر لوړپوړو او ټیټ پوړو مامورینو یو شان تطبیقېږي او ټول اړ دي چې اداري کمپلېکس ته له دننه کېدو مخکې د اداري کمپلېکس په دروازه کې تلاشي ورکړي.

د نوموړي په وينا، نن سهار د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان چې په خپله يې امنیتي ځواکونو ته د افغانیو د ترویج په موخه تلاشي ورکړه، وویل چې ټول اصلاحات به لومړی له دولتي ادارو پیلېږي.

نوموړي وويل، له هغه وروسته چې د خوست والي په خوست ښار او ولسوالیو کې د افغانیو د ترویج په اړه جدي امر  ورکړی، په دولتي ادارو، ښار او ولسوالیو کې د افغانیو د ترویج پروسه په بریالیتوب سره روانه او ولسونو له دې پروسې کلک ملاتړ کړی.

هغه مامورینو ته خبرداری ورکړ چې له دې وروسته دې خپلو دفترونو ته د بهرنیو اسعارو له وړلو ډډه وکړي.

پټان وویل: ((افغانۍ زموږ ملي هویت دی او زه له عامو خلکو غواړم چې د ولایتي ادارې له دغه اقدام ملاتړ وکړي او دولتي ادارو ته د بهرنیو اسعارو له وړلو ډډه وکړي او نوره په خپلو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي.))

د والي وياند وايي، د افغانیو د ترویج په پروسه د خوست ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې په بریالیتوب سره روانه او تر هغو به دوام وکړي، څو په بشپړه توګه افغانۍ نه وي ترویج شوې.

د هغه په وينا، که ولسونه، هټۍ وال او سوداګر د افغانیو د ترویج پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي، کولای شي پرته له ځنډه ۱۰۷ شمېرې ته زنګ ووهي او خپله موضوع شریکه کړي.

خو خلک وايي چې ښاروالۍ او ولايتي اداره بايد پر افغانيو د توکو د نرخونو د ثابت ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په خوست، ننګرهار، لغمان او پکتيا ولايتونو کې د کلدارو پر ضد او د افغانيو دودولو لپاره قوي کمپاين پيل شوى دى.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې چې له ډيورنډ پولې سره پراته دي، ډېرى په کې کلدارې کارول کېږي او چې له ايران سره پوله لري، د ايران تومان کارول کېږي.