ژبه

اى سي سي او يونيسف په افغانستان کې د نجونو د کرکټ د ودې لپاره کار کوي

کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : د کرکټ نړيواله شورا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو د ادارې يونيسف سره په ګډه افغانستان کې د نجونو د کرکټ د ودې لپاره کار کوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرکټ د نړيوال جام پر مهال چې له انګلستان کې ترسره شوه، د يوې لوبې پر مهال يونيسف ١٨٠ زره امريکايي ډالر راټول کړي وو.

سرچينې زياته کړې چې دا پيسې به په افغانستان کې د نجونو د کرکټ د ودې او پرمختګ پر پروژې لګول کېږي.

په خبرپانه کې راغلي، دا پيسې به ددولسو مياشتو پر يوې پروژې لګول کېږي چې په ترڅ کې يې د ښوونځيو نجونو او ښوونکو ته د کرکټ د روزنې ترڅنګ هغوى ته د کرکټ وسايل هم ورکول کېږي.

د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې راتلونکې مياشت د ٢٠٢٠ شل اووريز کرکټ نړيوال جام پر مهال به هم په همدې موخه پيسې راټولېږي او اړوندو هېوادونو کې د کرکټ د ودې او پرمختګ کې به لګول کېږي.

د نړيوالې شورا اجراييوي رييس مانو ساوهني ويلي: (( لوبې او په ځانګړې کرکټ کې د ټولنو په پرمختګونو کې مهم رول لوبوي ، موږ غواړو چې په افغانستان  او سريلانکا کې په دې برخه کې ډېر کار وکړو.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرکټ نړيوالې شورا او يونيسف په ٢٠١٥ د ګډو همکاريو ژمنه کړې وه  څو ددې پروګرام له لارې د ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.