منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د (ازادو سياليو) اکاډمي پرانیستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دلومړي ځل لپاره د ازادو سياليو يا فري فايټ اکاډمي پرانستل شوه.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ  په٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا اکااډمي نن د جلال اباد ښار دويمې ناحيې کې د دې ولايت والي شاه محمود مياخېل او د ولسي جرګې لومړي مرستيال امير خان يار له لوري پرانستل شوه، چې په لومړۍ ورځ په کې د شپږو ولايتونو د فري فايټ لوبغاړو سيالۍ هم تر سره کړې.

د دې اکاډمۍ د پرانيستې پر مهال ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې ورزش د روغتيا او سالم فکر ضامن دی او کله، چې روغتيا او ښه فکر شتون ولري؛ نو ور سره امنيت، انکشاف هم رامنځته کيږي او د ناوړه کړنو مخنيوي کيږي.

نوموړي زياته کړه، د ورزش او سياليو پر مهال لوبغاړي بايد سالم رقابت وکړي او ورزشي سياليو څخه شخړې راپورته نه کړي.

د هغه په وينا، ورزش سوله او امن راولي، کله چې ځوانان ورزش، مطالعه او کار کوي؛ نو مثبتو کړنو ته يې پاملرنه زياتيږي او ځوانان بايد دغو ټکو ته پاملرنه وکړي.

ده همدا راز وويل، چې ځوان قشر دې د قانون تطبيق ته کار وکړي او اوسمهال، چې د افغانيو دودولو اقدام شوی بايد ملاتړ يې وکړي او د افغانيو بشپړ چلند کې همکاري وکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال امير خان يار په دې ولايت کې د لومړنۍ اکاډمۍ پر پرانیستې خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دوی تل هڅه کړې، ترڅو په مرکز او ولاياتو کې د ورزش په برخه کې سهولتونه رامنځته کړي.

نوموړي ورزش کارانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړانديزونه به يې هر مهال واوري او په حل کې به يې لازم اجرات تر سره کړي.

د ورزش کارانو په استازۍ د بوکس لوبغاړي نور احمد حبيبي په دې ولايت کې د ورزش کارانو پر شته ستونزو خبرې وکړې او له مسئولينو يې غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار ورزش کارانو حقونو او ستونزو حل ته رسيده ګي وکړي.

د فري فایټ لوبو اکاډمۍ مشر ګران اغا کاموال وويل، چې دغه اکاډمي د يو ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې په کې به ځوانانو ته روزنه ورکول کيږي او همدا راز د هېواد بېلابېلو سيمو د فري فايټ لوبغاړي به وخت ناوخت په کې سيالۍ تر سره کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار په ګډون د هېواد شپږ ولايتونو کابل، بغلان، کاپيسا، خوست او غزني ولايتونو د فري فایټ لوبغاړو سيالۍ تر سره کړې، چې ګټونکو لوبغاړو ته د ننګرهار والي او ولسي جرګې لومړي مرستيال امير خان يار له لوري برابرې شوې ډالۍ او کپونه ورکړل شول.