کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): مالیې وزارت وایي، له نړیوال وجهي صندوق سره یې کړې مهمې ژمنې پوره کړې، سږکال د دولت عواید ۲۰۹ میلیارده افغانۍ شوي او د پراختیایي بودجې هم ۹۳ سلنه لګول شوې ده.
د ماليې وزارت سرپرست همایون قیومي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان دولت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخو کې له ۱۸ کلونو وروسته په لومړي ځل د نړیوال وجهي صندوق مهمې ژمنې پوره کړې دي.
دی وايي، مالیې وزارت په اقتصادي مدیریت، مالي سکټور، بانکي سکټور، د عوایدو راټولولو او نورو برخو کې د اصلاحاتو راوستو په تړاو له دغه نړیوال بنسټ سره کړې ژمنې پوره کړي دي.
هغه وویل چې په دغه کار سره پر افغانستان د مرسته کوونکو هېوادونو باور ډېرېږي.
د قیومي په وینا، افغانستان د ژمنو له پوره کولو وروسته له نړیوال وجهي صندوق څخه ۴۴.۴ میلیونه امریکايي ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
ده په دې اړه جزییات ورنه کړل.
د افغانستان بانک سرپرست او مرستیال واحدالله نوشیر له نړیوال وجهي صندوق سره په بریالي ډول د مالي او اقتصادي پروګرامونو پلي کول د انفلاسیون کمېدو، ارزي ذخایرو ډيروالی او د افغانیو د ارزښت ساتلو په برخه کې مهم وبلل.
دغه راز د مالیې وزیر همایون قیومي نننۍ خبرې ناستې ته وویل چې د دولت عواید په روان مالي کال کې تر پرون پورې ۲۰۸ عشاریه یو میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.
د هغه په خبره، دغه عواید د تېر کال په پرتله څه باندې ۲۱ میلیارده ډېر شوي او په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان تر ټولو لوړ عواید دي.
د ده په وینا، په تېر مالي کال کې د دولت د پراختیایي بودجې ۹۳ سلنه لګول شوې ده.
د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ پیلېږي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، له ۵۵ بودجوي واحدونو څخه تر ټولو ډېره (۹۹ سلنه) بودجه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون، د پټرولیم او معادن وزارت، د رېل پټلۍ خپلواکې ادارې، د اجرائيه ریاست د دفتر او د وزیرانو شورا دارالانشاء او د کډوالو چارو وزارت لګولې ده.
خو د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر ټولو لږه ۴۵ سلنه د علومو اکاډمۍ، ۴۹ سلنه د سټنډرډ ملي ادارې او ۵۱ سلنه سترې محکمې لګولې ده.










