منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيا خلک په دولتي روغتونونو کې له ناسمو خدمتونو شکایت کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

ګردېز (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي له کمزورو دولتي روغتيايي خدمتونو شکايت کوي او وايي، ځيني مهال د لومړنیو ناروغيو د درملنې لپاره هم اړ کېږي څو شخصي کلينيکونو ته مراجعه وکړي.

دوی وايي، پر حوزوي روغتون سربېره په لرو سيمو او ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه ډېری اړين وسايل او ځيني مهال درمل نه لري چې له امله يې د ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ کېږي.

د احمدابا اوسېدونکی عبدالواحد د دې ولسوالي په روغتيايي مرکزونو کې د درملو کموالی لويه ستونزه بولي او وايي د نسايي ولادي ناروغانو لپاره هم ځيني اړين وسايل نشته دي.

نوموړي وويل: ((دا اوس هم دوه، درې اوونۍ هېڅ دوا نه وه، ډاکټر صېب وي، خو کوم څه چې ضرور دي، هغه شيان نشته يا کم دي.))

د سيد کرم ولسوالۍ یوې اوسېدونکې خديجې پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ په کلينيک کې اکسرې او د ځينو نورو ناروغيو معاينات نه کېږي او ډېری وخت مرکز ګردېز ته ځي.

دا وايي: ((د روماتيزم، شکر، د وينې د غوړوالي، ملاريا، محرقې يا داسې نورو ټېسټ نه کيږي، موږ خپل ناروغان ګردېز ته بيايو.))

د ځاځي اريوب اوسېدونکی اميرمحمد وايي چې د روغتيايي ستونزو پر زياتوالي سربېره د ولسوالۍ په دېرش بستريز روغتون کې ځينو ډاکټرانو د فساد کړۍ جوړه کړې چې د روغتون درمل په بازار کې پلوري.

هغه په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه: ((ستونزې ډېرې دي، سخت ناروغان مو دلته نه تداوي کيږي، ګردېز ته يې وړو. ځينې ډاکټرانو يوه مفسده کړۍ جوړه کړې، چې نوی څوک مقرريږي هم نه يې پرېږدي يا يې د اصلاحاتو مخه نيسي. لاره مو هم خرابه ده، د لارې د خرابي لا امله مو هم ځينې وخت ناروغان په لاره کې مري.))

د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکی کفيل خان وايي، د دې غرنۍ ولسوالۍ نفوس تر سل زره زيات دی، خو په خبره يې په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يو روغتيايي کلينيک لري چې هېڅ بسنه نه کوي.

خان وايي: ((وزې ځدراڼ شاوخوا ۱۳۵زره نفوس لري، يوازې يو کلينيک لرو چې دا د دومره ډېرې سيمې او خلکو لپاره بسنه نه کوي، موږ ډېر معمولي مريض هم مرکز ته انتقالوو.))

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله زرمتی شکايت کوي چې په دې ولسوالي کې د نوي جوړ شوي پنځوس بستريز روغتون ساختماني چارې خورا بې کيفيته ترسره شوې دي.

زرمتی وايي: ((د زرمت ولسوالۍ لاره ډېره زياته خرابه ده او له ګردېز سره ډېره فاصله هم لري، د تېر په پرتله توجه شوې، خو په هغه ډول تداوي او درملنه چې بايد وشي تر اوسه پورې نيمايي هم نه کېږي.))

د پکتيا د ډاکټرانو اتحاديې غړی ډاکتر محمد اصف احمدزی نيوکه کوي چې په روغتيايي برخه کې زياتې ستونزې لري، خو اړوند وزارت يې حل ته هېڅ پام ندی کړی.

احمدزی وايي چې د پکتيا د کلينيکونو د قراردادي موسـسې (هېواد) فعاليتونه هېڅ د منلو نه دي او د معياري خدمتونو پر وړاندې کولو او اړوندو روغتونونو او کلينيکونو ته د اړينو وسايلو په لېږد کې پاتې راغلې ده.

ده زياته کړه چې د دغه قرارداد ترلاسه کولو په ازموينه کې د يادې موسـسې لس نومرې کمې او تر نورو شاته وه، خو په خبره يې وروسته د وزارت د ټاکل شوي ټيم له خوا بريالۍ وبلل شوه.

دی وايي: ((موږ ته له ولسوالۍ څخه ډېر ناروغان مراجعه کوي چې ډېر کوچنی مشکل لري خو په تاسف سره د پرسونل د کموالي يا د درملو او معايناتو د نشتوالي له امله يې نه شي تداوي کولاى.))

د پکتيا د حوزوي روغتون مرستيال سرطبيب ډاکټر اصيل خان ناصري مني چې د ځای او اسانتياوو د کموالي له امله ټولو ورتلونکو ناروغانو ته سمه رسيدنه نه کيږي.

ناصري د تشکيل کموالی هم ستونزه بولي او وايي، د جراحي عصبي څانګې نه درلودو له امله د يادې برخې ټول ناروغان پلازمېنې کابل ته لېږي.

نوموړی وايي: ((تشکيل بايد زيات شي، د حوزوي روغتون په سطحه بايد شته ستونزې حل شي، په رسمي وخت کې شخصي خپلو معاينه خانو ته د کارمند ډاکترانو د تللو ستونزه راکمه شوې ده او پر دې نور کار هم کوو.))

د هېواد موسـسې ولايتي مسوول ډاکتر فضل الرحمن منګل بيا د يادې ادارې د ناکارتيا تورونه ردوي او وايي، د تېر په پرتله يې په حوزوي روغتون کې سمونونه راوستي او اړوندو روغتونونو او کلينيکونو ته يې هم اړين توکي پر وخت رسولي دي.

منګل وايي: ((د دوی په دوا، غذايي مواد، تېل، ګاز او اکسېجن کې هېڅ کمبود نه دی راغلی، په حوزوي روغتون کې نظم تر پخوا زيات شوی دی، هر نوکريوال ډاکټر مو بيا، بيا بررسي کړی دی، وړې ستونزې به وي، خو زيات مشکلات حل شوي دي.))

د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې د پکتيا د روغتيايي مرکزونو قراردادي موسـسه د بودجې او امکاناتو د کموالي له امله د دوی اړتياوو ته نه رسېږي او د شته ستونزو د حل لپاره له ځينو نورو مرستندويه بنسټونو سره د نورو پروژو پر پيل کار کوي.

احمدزی د ځاځي اريوب ولسوالي په روغتون کې د مفسدۍ کړۍ شتون ردوي او وايي چې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو زياتول، په ځينو ولسواليو کې د روغتونونو او کلينيکونو جوړېدل او پراختيا او د سيار امبولانس خدمت فعالولو ته اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د پنځو کلونو لپاره عمومي ستراتيژيک پلان جوړ کړی، دا پلان او د پلان مطابق پروژې مو له وزارت سره شريکې کړې دي. که روغتيايي مرکزونو ته ضرورت وي او که نورې اړتياوې، کوشـش کوو له مختلفو لارو د ياد پلان مطابق خپل کارونه مخې ته وړو.))

د يادونې ده، په پکتيا کې د حوزوي روغتون په ګډون چې په کې د اړينو روغتیايي خدمتونو د نه شتون شکايتونه کېږي، درې د ولسواليو روغتونونه، ۵۳ ساحوي او څلور سيار روغتيايي کلينيکونه خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا