جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وایي، په ولسواليو کې د روغتيايي ستونزو د هواري لپاره يې د ولسواليو له روغتيايي مرکزونو د نظارت لړۍ پيل کړې ده چې ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.
دی وايي، په دغه ولايت کې ټول ۱۵۷ روغتيايي مرکزونه دي چې له ډلې يې څلور لوی او په ولايتي کچه دي او پاتې زياتره يې په ولسواليو کې دي.
د عامې روغتيا د رييس معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د بېړنيو پېښو پر مهال د کوچيانو او کډوالو د درملنې لپاره هم ۱۹ ګرځنده روغتيايي خدمتونو اسانتیا هم رامنځته شوې ده.
د عامې روغتيا رييس ډاکتر نصيراحمد دراني دا څرګندونې له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه وايي، که څه هم دغه ولايت ته د يو ميليون او ۶۷زره کسانو لپاره د روغتيايي خدمتونو بودجه ورکول کېږي، خو دوی هر کال لږ تر لږه د ۶ ميليونه ناروغانو درملنه کوي چې لږ تر لږه يو شخص په کال کې درې ځلې روغتونونو ته مراجعه کوي.
رييس وويل، په دغه ولايت کې د خلکو د درملنې لپاره ۱۵۷ روغتيايي مرکزونه او ۱۹ ګرځنده امبولانسونه موجود دي چې ټول د خلکو درملنه کوي.
ده زياته کړه: ((په دې کې يو ننګرهار حوزوي روغتون، د فاطمه الزهرا ولايتي روغتون، د پښتورګو ملي روغتون، د معتادينو څو مرکزونه لرو چې د نارينه، ښځو او ماشومانو لپاره دي، يو ۱۵۰ بستريز دی، بل ۵۵ بستريز او بل هم شل بستريز دی.))
د روغتيا رييس وايي، د ولسواليو په کچه ورته له روغتيايي خدماتو شکايتونه ور رسېدلي وو، نو ځکه يې ولسواليو ته د سفرونو او هلته له دولتي روغتيايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پيل کړې ده.
ډاکټر دراني وړاندې وويل: ((تر اوسه مې ۹ ولسواليو ته سفر کړی دی، هره اوونۍ پلان لرم چې لږ تر لږه دوو ولسواليو ته سفر وکړم، حقيقي حالت په خپلو سترګو وګورم او ستونزو ته حل لارې ولټوم.))
ده زياته کړه، په ولسواليو کې ناسم نظارت او وړې ستونزې او نيمګړتياوې د دې سبب شوې وې چې له امله يې له روغتيايي خدماتو خلکو سمه ګټه نه شوه اخيستلی او شکايتونه يې هم کول.
د عامې روغتيا رييس په دغه ولايت کې د جوړېدونکي ختيځ روغتيايي کمپلکس په تړاو وويل چې ساختماني چارې يې په چټکۍ سره روانې دي او شاوخوا شپېته سلنه بشپړې شوې دي.
هغه زياتوي، د بنايي ملي ادارې له لوري د ياد روغتيايي مرکز د جوړېدو کارونه روان دي چې ۸ ودانۍ تر کار لاندې دي او د ساختماني کارونو تر بشپړېدو وروسته به د مرکز د فعالېدو او تجهيزاتو پېرلو چارې هم پيل شي.
د نوموړی په وينا، پلان لري چې د راتلونکي لپاره دغه ولايت کې د روغتيايي ستونزو د حل لپاره د نظارت لړۍ دوامداره، د روغتيا پالانو د کار په طريقو کې تغيير رامنځته، نوي امکانات او وسايل پيدا، روغتياپالانو ته د تخصص او ټرينګ زمينې برابرې او سوداګر روغتيا برخه کې پانګوونې ته وهڅوي.
ډاکټر دراني ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې د خصوصي سکټور روان فعاليتونه به هم معياري کوي او هم به يې تر کنټرول لاندې راولي.
د روغتيا رييس له خلکو هم غوښتنه کوي چې له خصوصي او دولتي روغتيايي خدماتو څخه د ګټې اخيستنې پر مهال چې له هر ډول ستونزې سره مخ کېږي، بايد رياست ته ترې شکايت وکړي.
د يادولو ده، اوسمهال په دغه ولايت کې په دولتي کچه د روغتيايي خدماتو په برخه کې د ډاکترانو له ناسم چلند او په خصوصي کچه له لوړو روغتيايي فېسونو شکايتونه موجود دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










