منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

“د سوداګرۍ وزارت چارواکو د خپلو معينانو او کارکوونکو شخصي چټونه خپاره کړي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ٩٨): د صنعت او سوداګرۍ وزارت يوه پخوانۍ رييسه سودابه افغان ادعا کوي چې د دې فېسبوک او جي مېل ادرسونه د دغه وزارت ویاند سمير رسا د وزير په سپارښتانه هېک کړي او د دې شخصي معلومات يې خپاره کړي دي.

خو د وزارت وياند سمير رسا دغه ادعاوې ردوي وايي، خپاره شوي سکرين شاټونه يې له ټولنيزو رسنيو ترلاسه کړي دي.

دغه راز د دغه وزارت سرپرست وزیر اجمل احمدي او ویاند سمیر رسا د روانې میاشتې د سلواغې په ۲مه په ټويټر کې پر دغه وزارت د نيوکو په غبرګون کې د دغه وزارت د يوه مرستیال اجمل عبدالرحيمزي، پخوانۍ رييسې سودابه افغان او ځينو نورو کارکوونکو ځيني شخصي پيغامونه رسنيز کړي دي.

په خپرو شوو سکرين شاټونو کې چې د فېسبوک له مسینجره ترلاسه شوي، يو د دغه وزارت د وزیر په اړه د ولسي جرګې د رييس ويډيو شريکه شوې او په بل کې د يوه بست په اړه چې پخوا اجمل عبدالرحيمزی يو ځای مقررېده، په کې د هغه په اړه خبرې شوې دي.

دغه کارونه وروسته له هغه شوي چې ولسي جرګې ته د سوداګرۍ د وزير د نه حاضرېدو له امله یادې جرګې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت بودجه وځنډوله.

د دغه وزارت د صادراتو د پراختیا پخوانۍ رييسه سودابې افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تېره اوونۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا په خپل ټويټر د دې له فېسبوکه ځیني شخصي پیغامونه اخیستي او رسنيز کړی یې دي.

دا وايي: “د جي مېل حساب ته مې د فېسبوک د پرانیستدېدو پيغامونه راتلل خو نه پوهېدم چې چېرته پرانيستل شوي، وروسته د حکومت ځينو لوړو پوړو مقاماتو راته زنګونه ووهل.”

نوموړې زیاته کړه: ((دا له يوې خوا زما پر خصوصي حريم تېری شوی او له بلې خوا له جي مېل ادرس څخه مې ځيني رسمي ايمېلونه هم ورک شوي دي.

د سودابې خاوند حميد افغان په ټولنيزو رسنیو کې د دوی د شخصي ژوند د رازونو له خپرېدو اندېښنه لري وايي، دغه سکرین شاټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي او سایبري قوانینو خلاف ترلاسه شوي.

هغه پژواک ته وويل: ((له همدې امله له عدلي او قضايي ادارو غواړو چې په دې برخه کې خپل جدي اجراات وکړي.))

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند سمیر رسا پژواک ته وویل، ده د چا فېسبوک او هېڅ بل اکاونټ نه دی هيک کړی، کوم سکرين شاټونه يې چې پوسټ کړي، د “افغانستان نيوز اژانس” او “فري ټرېډ” په نوم له فېسبوک پاڼو يې اخيستي دي.

ده زياته کړه: “دا موضوع مو عدلي او قضايي ارګانونو (لویې څارنوالي) ته لېږلې ده څو هغوی يې وپلټي.”

خو د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بیا وايي جې په دې اړه تر اوسه ورته چا څه نه دي لیږلي، هرکله چې موضوع ور ورسېږي، نو دوی به د قوانینو له حکمونو سره سم عمل وکړي.

بلخوا د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي د رسنیو د ځینو فعالانو د نیوکو په غبرګون کې پر خپل ټويټر لیکلي چې په پارلمان، رسنیو او حکومت کې د مافیا اړيکې پراخې دي.

دی زیاتوي: “دا د دوی ستراتیژي ده چې غږونه او هڅې چوپ کړي؛ ځکه د دوی ګټې زیانمنېږي خو موږ به هېڅکله غلي نه شو.”

د حقوقي چارو کارپوه او د افغانستان د مدافع وکيلانو اتحاديې مرستيال محمد ظريف علم وايي، د اساسي قانون د ۳۷مې مادې له مخې، مواصلات، مخابرات او ټول خصوصي مسایل چې که په کتبي او يا الکترونیکي وي، له تعرضه خوندي دي.

هغه زياته کړه، که چېرې دغو معلوماتو ته اړتیا پېښېږي؛ نو ځانګړې محکمه کولی شي چې حکم ورکړي.

خو نوموړى وايي چې د خلکو شخصي حريم ته ننوتل او شيان ترې کاپي کول جرم دى او د جزا په کوډ کې ورته جزا ښودل شوې ده.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد شهلا فريد وايي، څوک چې ټولنیزې رسنۍ کاروي، هغه یې د خصوصي حریم برخه ده او په دې اړه د افغانستان د جزا په کوډ کې هم جزا ځانګړې شوې ده.

دې زياته کړه: “د دولت کارمندانو ته اذیت رسول او د چا له شخصي اکاونټونو معلومات ترلاسه کول، د اصولو او قانون خلاف عمل دی او هېڅوک حق نه لري چې د نورو پر خصوصي حریم تېری وکړي.”

بلخوا په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانه کوچۍ د يوې مېرمنې شخصي پیغامونه غلا کول او رسنیز کول یې غندي او وايي چې “دا یو ناوړه، مافیایي کار دی، دا په رښتنې توګه یوه غلا ده او له اصولو هم لرې ده.”

په ټولنيزو شبکو کې هم د سوداګرۍ د وزير او د هغه د وياند پر دغو کړنو نيوکې کېږي، محمد ويس خطاب په ټويټر کې ليکلي: ((دا ناهيلي کوونکې دي، د سوداګرۍ وزير اجمل احمدي او د هغه ټيم د دې پر ځاى چې په ټولنيزو شبکو کې دا ډول شيان خپاره کړي، بايد په کور د دغه يې حل کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ پر وزیر اجمل احمدي نيوکه کېږي چې پر ملي ژبو سم حاکمیت نه لري، تحصیلي اسناد يې په افغانستان کې نه دي ارزول شوي او پر لسو زياتو رياستونو یې خپل خلک سرپرستان ټاکلي دي چې پژواک پرې بل ځانګړى راپور خپروي.

خو اجمل احمدي د خلکو د نيوکو په ځواب کې په ټويټر کې چې په دري ژبه پوهېږي او ډېرى مهال يې پر دې ملي ژبې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړې چې په وزارت کې يې په فساد کې د هغو ککړو مامورينو پر ضد مبارزه کړې ده چې له مافيا سره لاس لري.