ګردېز (پژواک ٩ سلواغه ۹۸): د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودجه کې پکتيا ولايت ته يوازې ۳۱۳ ميليونه افغانۍ بودجه او دوه کوچنۍ نوې پروژې ورکړل شوې دي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي او اوسېدونکي دا د دغه ولايت پر وړاندې ناوړه او تبعيضي چلند بولي او وايي چې د پکتيا ستونزو او اړتياوو ته په کتو يادې پيسې پر نشت حساب دي.
د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل د سلواغې په نهمه په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کمزوري مديريت، سرپرستې کابينې او د تدارکاتو د اوږدې پروسې له امله د تېر کال ځينې مستردې او په سږنۍ بودجه کې کابو ټولې پخوانۍ پروژې ځای شوې دي.
منګل پژواک ته وويل: ((د پکتيا نفوس، اړتياوو او ستونزو ته په کتو د مور، ميرې او تبعيضي چلند شوی دی. نوې پروژې يوازې يو کوچنی پُل او يو ۶۰۰ متره استنادي دېوال دی، نورې ټولې د ۱۳۹۸ کال پروژې دي او هغه بودجه چې په ۹۸ کال نيول شوې وه، بيا تکراري ده. پکتيا اشد ضرورتونه لري، خو هېڅ په پام کې نه دي نيول شوي.))
د يادې شورا بل غړی ممتاز کرخېل هم په ملي بودجه کې پکتيا ته ورکړل شوې ونډه د شرم وړ بولي او وايي چې په دې پيسو آن يوه پروژه هم نه شي ترسره کېدای.
کرخېل زياته کړه: ((په ملي شورا کې د پکتيا د استازو د بې اتفاقي او د ماليې وزارت د توپيري چلند سبب دا شو چې پکتيا ته د خندا وړ انکشافي بودجه ورکړل شي. که ضرورتونه او د پکتيا محروميت وګورو، دا درې سوه ميليونه افغانۍپه هېڅ حساب دي، په دې باندې حتی يو سړک هم نه جوړېږي.))
مدني فعال او د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي چې د پکتيا اوسېدونکو په هره ملي مسئله کې قربانې ورکړې، خو برعکس د دولت له خوا هر وخت په مهمو مسايلو او امتيازاتو کې ګوښه شوې ده.
احمدي وايي: ((پکتيا د زون مرکز او لومړی درجه ولايت دی، د دغه ولايت سختو ستونزو او جدي اړتياوو ته په کتو بايد حداقل پنځوس فيصده ستونزو او اړتياوو ته د ځواب ويلو پلان وای، خو دا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ د پکتيا په شان د پراخې جغرافيې او زيات نفوس ته هېڅ هم نه دي.))
خو په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي بيا وايي چې په ملي بودجه کې يې ګڼې نوې پروژې ځای کړې او دوی ته د قناعت وړ ده.
login or register a new account.