ګردېز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۸): شاوخوا درې کاله وړاندې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د يوه لوى جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې، خو د چارواکو له ژمنو سره سره يې تر اوسه چارې نه دې بشپړې شوي.
د ۱۳۹۵ کال د مرغومي مياشتې په لسمه نېټه د پکتيا د پخواني والي زلمي ويسا له خوا د زرمت ولسوالۍ په مرکز کې د يوه لوی جامع جومات د جوړېدو کار پيل شو، چې مسوولينو ويل په اووه مياشتو کې به يې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي، خو د درېيو کلونو په تېرېدو يې لا هم چارې نه دي بشپړې شوي.
د سيمې اوسېدونکي د جومات د کارونو پر نه کېدو له نيوکې سربېره د دې پروژې د چارو له کيفيته هم شکايت کوي او وايي چې د جومات ځينې چارې په سم ډول نه وې تر سره شوې او قراردادي شرکت اړ شوی چې له ورانولو وروسته يې بيا ځلې ترميم کړي.
د زرمت اوسېدونکی عبدالغني وايي چې د ياد جامع جومات ډېری کارونه د لومړي قراردادي له خوا تر سره شوي و، خو ځينې برخې يې په ناسم کيفيت جوړې شوې وې او له هغې ډلې يې بعضې بېرته ترميم شوې دي.
نوموړي وويل: ((له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د جومات هېڅ کار نه دی شوی. د جومات په انګړ کې دا پرتې انبار خاورې بايد هوارې شي، ګلونه او ګلدانونه يې تنظيم شي، د اودسونو ځای نشته، د جومات لويه خونه او د اودسونو ځايونه ړنګ پراته دي اومنارونه يې هم نشته دي.))
د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی انعام الله وايي چې د جومات د دوه ۳۲ متره لوړو منارونو، د اودس ځايونو او د جومات د آهن پوش لپاره څه باندې اووه ميليونه افغانۍ منظورې شوې، خو د تېر شاوخوا يو کال راهيسې د جومات هېڅ کار نه دی شوی.
انعام پژواک ته وويل: ((له څو کلونو راهيسې د جومات کارونه شروع شوي، خو تر اوسه سر ته نه دي رسېدلي، کوم چې شوي و هم مشکل يې درلوده. هغه وخت د حج او اوقافو اوسني وزير منيب صيب، چې معين و، ويلي و چې په څو مياشتو کې به جوړ شي، خو تر اوسه نه دی جوړ شوی.))
د يادې سيمې يو تن مدني فعال ميرويس باور له مسوولينو غواړي چې له ژمنې سره سم د جومات پاتې چارې په معياري کيفيت تر سره کړي.
باور پژواک ته وويل: ((د جومات سنګ مرمر سم نه دي لګول شوي، خراب شوي او بېرته ترميم غواړي. د جومات کارونه د انجنیري په اصولو سم نه و شوي او پلسترونه او ځينې ځايونه يې را تويې شوي و، هغه يې ځينې بېرته ترميم کړل.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن