ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره فبرورۍ میاشت افغانستان کې ۵۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۰ ټپیان شوي

تېره فبرورۍ میاشت افغانستان کې ۵۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۰ ټپیان شوي

author avatar
3 Mar 2020 - 15:17
تېره فبرورۍ میاشت افغانستان کې ۵۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۰ ټپیان شوي
author avatar
3 Mar 2020 - 15:17

کابل (پژواک، ۱۳ کب ٩۸): په تېره فبروري کې د وړمې (جنورۍ) په پرتله له ۷ ورځني «اورکم» سره، سره مرګ ژوبله ۱۳ سلنه او بریدونه شپږ سلنه ډېر شوي او په فبروري کې د هېواد په کچه نږدې ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز ترلاسه شوې شمېرې ښیي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په فبرورۍ کې ۱۰۱ بریدونه، خو په وړمه جنورۍ میاشت کې ۹۵ بریدونه شوي دي.

د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې جوړ شوي، ښيي چې په دغو بریدونو کې، په تېره فبروري کې ۵۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۰ نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې په وړمه جنورۍ میاشت کې، ۴۲۲ کسان وژل شوي او ۲۸۶ نور ټپیان وو.

د فبروري بریدونه

ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې له یادو بريدونو تر ټولو ډېر (۴۲) بریدونه ناپېژاندو وسله والو، ۳۰ دولتي ځواکونو، ۲۲ طالبانو او ۷ نور بهرنیو ځواکونو کړي.

دغه راز د پژواک راپورونه ښیي چې له هرو ۱۷ تنو شپږ، شپږ تنو ته په مخامخ نښتو او هوایي برید بريدونو، دوو، دوو ته په هدفي وژنو او چاودنو او یو تن ته په ځانمرګي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده .

تر ټولو ډېر (۱۶) بریدونه په فاریاب، ۱۴،۱۴ په کندهار او ننګرهار، شپږ، شپږ په هرات او کابل او څلور، څلور په بلخ، غزني، هلمند، کندوز، لغمان، سرپل او اروزګان او پاتې ۱۷ بریدونه په ۱۱ نورو ولایتونو کې شوي دي.

پژواک په فبرورۍ کې له بدخشان، بامیان، دایکنډي، غور، نورستان، پکتيکا، پنجشېر، جوزجان، لوګر، سمنګان، ميدان وردګو او پروان ولایتونو څخه د بریدونو راپور نه دی ترلاسه کړی.

د جنورۍ په پرتله په فبرورۍ کې بریدونه او مرګ ژوبله په داسې حال کې ډېر دي چې د فبرورۍ اووه ورځې ( له ۲۲مې تر ۲۸ مې) د ښکېلو غاړو له خوا اعلان شوی اورکم هم په کې شامل و.

د پژواک د راپور له مخې، په دغو اوو ورځو کې د پخوا په پرتله د بریدونو په شمېر کې ۹۵ سلنه او په مرګ ژوبله کې ۸۸ سلنه کموالی راغلی و.

خو د پژواک د وړمې میاشتې راپور ښیي چې د سولې خبرو وړمه میاشت هم د بریدونو پر کموالي اغېز درلود. شمېرې ښیي چې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د ۱۲۴ بریدونو له امله ۱۱۰۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پوځي چارو پوه متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت د فبروري مياشتې د بريدونو او مرګ ژوبلې ډېروالي ته په اشارې وايي: “دا چې طالبان او امريکايان په دې معتقد شوي وو چې يو تفاهم ته سره رسېږي، نو طالبانو ځکه په دې مياشت کې بريدونه ډېر کړل څو خپل ځان پياوړی وښيي او تر ډېره بريده خپل شرطونه پر مقابل لوري ومني.”

د ده په وينا، دا د جګړې او سولې يو له خصلتونو دی چې کله متخاصمې ډلې سولې ته نږدې کېږي نو هغه ډله چې غواړي ډېر امتيازات ترلاسه کړي، بريدونو ته زور ورکوي.

خو دی وایي چې د بریدونو پړه باید یوازې پر طالبانو وانه چول شي؛ ځکه چې دولتي ځواکونو هم تېره میاشت پر وسله والو مخالفینو بریدونه کول او تر نګ یې د مخالفینو بریدونه هم دفعه کول.

د ده په وینا، کله چې بريدونه ډېر شي نو طبیعي خبره ده چې د مرګ ژوبلې ګراف هم لوړېږي.

د فبرورۍ مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې د تېرې میاشتې په ۱۰۱ بېلابېلو بريدونو کې ټول ۵۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۰ نور ټپیان دي؛ په داسې حال کې چې په وړمه جنورۍ میاشت کې ۴۲۲ کسان وژل شوي او ۲۸۶ نور ټپیان وو.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

 

 

د تېرې فبرورۍ په ۱۲مه د برید راپور نه دی ورکړل شوی، خو په دې میاشت کې تر ټولو ډېر (۸) بریدونه په اوومه نېټه شوي چې له امله یې ۵۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

لس تر نورو خونړي ولایتونه

د پژواک راپورونه ښیي، له هغو ۲۳ ولایتونو څخه چې بریدونه په کې شوي، تر ټولو ډېرو کسانو ته په کندهار، فاریاب او ننګرهار او تر ټولو لږو کسانو ته په پروان، نیمروز او پکتیا ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې د شمېرو ډېروالى د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

۱۹ کلنه جګړه

له تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه وه، خو د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو ترمنځ له شاوخوا یو کال خبرو وروسته قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

له دې هوکړې یوه اوونۍ مخکې د تاوتریخوالیو کموالی (اورکم) پیل شو، خو له تېرې ورځې راهیسې طالبانو بیا پر افغان دولتي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونه پیل کړي دي.

پژواک له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ترلاسه کړو راپورونو پر مټ په افغانستان کې د روانې جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې راغونډې کړې دي.

د پرواک د کلنیو خپرو شوو راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې نږدې ۲۵زره، په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۲۷زره او په ۲۰۱۹ کې څه باندې ۲۲ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې ۱۵۰۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

«مهربانه رب مو دې سوله نصیب کړي»

دا د فراه د مرکز اړوند د «بلندي» کلي اوسېدونکې پنځوس کلنې بي بي ګل دعا او د سوي زړه غږ دی.

بي بي ګل چې ورور یې شاوخوا دوه کاله مخکې په بلندي کلي کې په یو هوایي برید کې ژوند له لاسه ورکړی، وایي چې ورور یې وسله وال طالب هم و او په خپلو مځکو کې یې بزګري هم کوله.

هغه وایي، چې له ورور نه یې یوه مېرمن او څلور ماشومان پاتې دي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

بي بي ګل له ښکېلو غاړو غواړي چې سوله وکړي او د وروڼو په څېر یو بل غېږ کې ونیسي، تر څو نور د هغې د ورور د ماشومانو په څېر نور افغان ماشومان بې پلاره نه شي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.