منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کرونا روغ شوی کس: د ډاکترانو د مشورو مراعاتولو وژغورلم

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

نيلي (پژواک، ٤ وری ٩٩): د دایکنډي یوه اوسېدونکي چې پر کرونا ناروغۍ اخته او له روغتیايي خدمتونو وروسته روغ شوی، وايي: ((له کرونا مه ډارېږئ، کله مو یې چې نښې ولیدې، ډاکتر ته لاړ شئ او د ډاکتر مشورې عملي کړئ.))

دغه کس محمد نوميږي او د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

محمد ۴۵ کاله عمر لري، څلور زامن او څلور لورګانې لري، اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او شاوخوا یوه میاشت مخکې له ایرانه هرات ته راغلی دی.

هغه چې دوه کاله مخکې د ایران قم ښار ته د کار لپاره تللی و، شاوخوا یوه میاشت مخکې بېرته دایکنډي ته راستون شو او د روغتيايي ټيم له خوا قرنطین شو.

نوموړي په خپل بدن کې د کرونا ویروس له پیدا کېدو وروسته روحي او روغتیايي وضعیت ښه نه و او فکر یې کاوه چې نور به ژوندی پاتې نه شي.

محمد وویل، د روغتیايي څارنې په دوره کې د غړو شدید درد، تبه او لړزه، پرله پسې استفراق يې درلود او له دې حالته سخت ځورېده.

هغه زیاته کړه: ((فکر مې کاوه چې ژوند به مې ژر پای ته ورسېږي، خو ډاکترانو راته وویل چې باید د دوی د مشورو مطابق مخکې لاړم شم او له روغتونه ونه تښتم څو روغ شم او کورنۍ مې خوندي پاتې شي.))

د هغه په خبره، د ډاکترانو سپارښتنې روحیه راکړه او د دوی د لارښوونو مطابق مې عمل وکړ، خپله درمل مې په سمه توګه استفاده کړل او دا کار مې د ژر جوړېدو لامل شو.

محمد خلکو ته په خطاب وویل: ((هېڅکله له دې ویروس څخه مه ډارېږئ، کله مو یې چې نښې ولیدلې، ډاکتر ته لاړ شئ، د ډاکترانو په مشورو عمل وکړئ او له درملنې مه تښتئ.))

نوموړی چې له ښه کېدو وروسته نن له روغتونه رخصت شو، پژواک ته وویل: ((کله مې چې د دویمو معایناتو پایله منفي ثابته شوه، ډېر زیات خوشحاله شوم او داسې فکر کوم چې الله ج دویم ځلي ژوند راکړ.))

د دایکنډي د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې د کرونا پر ویروس د لومړني اخته کس وضعیت ښه شوی او د دوی د پرېکړې مطابق نن له روغتونه رخصتېږي.

د نوموړي په خبره، یاد کس ته د حفظ الصحې تر څنګ د اړتیا وړ درمل هم تطبیق شول او په جدي قرنطین کې و.

هغه زیاته کړه، تر اوسه دایکنډي ولایت کې د کرونا دوې شکمنې پېښې ثبت شوې چې یوه یې منفي او نورې کابل ته د معاینې لپاره لېږل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا