منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښار جوړولو رياست: ګردېز ښار لا هم ماسټر پلان نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٢ وری ۹۹): د پکتيا ولايت د ښار جوړولو رياست وايي چې ګردېز ښار لا هم ماسټر پلان نه لري او دوی تر دې دمه د شاوخوا څلورو لسيزو پخواني پلان پر اساس کار کوي.

دوی د ګردېز ښار د ماسټر پلان د شتون او عملي کولو په اړه د ځينو چارواکو څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي د ياد مهم ښار لپاره د ماسټر پلان نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ياد رياست مشر محمدرحيم افغان له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په پخواني پلان کې يواځې ځينو کوچنيو سړکونو ته پام شوی او اوسمهال يوازې د دوه  ښاري سړکونو په جوړېدو هغه پلان کابو سل سلنه بشپړيږي او دوی د نور کار لپاره نقشه نه لري.

افغان وايي: ((د ښاري منظم ماسټر پلان د ترتيب په برخه کې مو پيشنهادونه کړي، په دې برخه کې د وزارت مقام له خوا په ځينو برخو کې کار شوی، خو تکميل شوی نه دی او کافي نه دی. پکتيا ولايت د ښاري وضعيت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. له وزارت مقام او رياست جمهوري څخه په دې برخه کې خاص توجه غواړو.))

محمد رحيم افغان وايي چې د ځمکو او ښار جوړولو ادارو د ادغام او تشکيل مسئله لا هم نه ده حل شوې او تر هغه وخته نوې ګومارنې هم ځنډول شوې دي.

ده وويل چې په ګردېز ښار کې د ځمکو پر سر د حقوقي دعوې يوه بله لويه ستونزه ده.

ده وويل: ((د ۱۳۹۹ کال کې د وزارت د همکاري پر اساس د لويې او تجارتي څمکني ولسوالي، ځاځي اريوب، ډنډپټان او سيدکرم ولسواليو پلانونه زموږ په کاري پلان کې شامل دي، چې خوشبختانه د دوه ولسواليو ټوپوګرافي سروې تر دې مهاله تکميل شوې ده.))

د پکتيا د کور او ښار جوړولو رئيس پژواک ته وويل چې د تشکيل او تخنيکي وسايلو له جدي کموالي سره مخ دي او له اړوند وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې د ګردېز ښاري ماسټر پلان په جوړولو ته جدي پام وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((له وزارت څخه د نقليه وسايطو، تخنيکي وسايلو او تشکيل د تکمېلېدو په برخه کې خاص او جدي غوښتنه لرو، چې د دې ادارې ستونزه حل شي او خدمت وکولی شو.))

د پکتيا ولايتي شورا پر ښار جوړولو وزارت نيوکه کوي چې له ژمنو سربېره يې د څو کلونو په تېرېدو لا د ګردېز ښاري ماسټر پلان نه دی بشپړ کړی.

د يادې شورا غړي ممتاز کرخېل پژواک ته وويل چې تر اوسه له پکتيا سره د ولسمشر او وزيرانو يوه لويه ژمنه هم نه ده پلې شوې، چې په خبره يې د دې ولايت اوسېدونکي يې له مرکزي ادارې څخه خورا خواشيني کړي دي.

کرخېل وايي: ((اوس بايد د ماسټر پلان د تطبيق کارونه په چټکۍ روان وای، مهم کارونه يې پيل شوي وای، خو په داسې حال کې چې ټولو چارواکو په هره غوڼده کې ويلي چې د ګردېز ماسټر پلان به تطبيق شي، نن خبريږو چې اصلا ماسټر پلان شته نه، دا ډېره د شرم او خواشینۍخبره ده.))

 بل لورته د ښارجوړولو او اراضۍ وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څه موده وړاندې د دغه وزارت سرپرست محمد جواد پيکار رسنيو ته ويلي چې د يو منظم پلان له مخې دوى د ټولو لويو ښارونو په ماسټر پلان باندې کار کوي.

د ګردېز ښار ماسټر پلان بشپړول او تطبيق د ولسمشر له ژمنو يوه هغه ده چې کلونه وړاندې يې په ګردېز کې د پکتيا له اوسېدونکو سره کړې وه، خو تر دې دمه يې لومړنۍ چارې هم نه دي تر سره شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه