ګردېز (پژواک، ۲۲ کب ۹۹): د پکتيا ولايتي اداره وايي چې په دغه ولايت کې يې د کرونا ويروس په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره يې د زرګونو ښوونکو او زده کوونکو شبکه جوړه کړه ده.
دوی په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې له دې لارې به د عامه پوهاوي او ګټورو لارښوونو سربېره پر ياده ناروغي د اخته يا شکمنو کسانو په اړه هم ژر معلومات تر لاسه کړای شي.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې هرې ډلې ښوونکو ته د عامه پوهاوي او په دې اړه د ورکړل شويو بروشرونو او خبرونکو توکو رسولو لپاره سيمه مشخص شوې ده.
کټوازي وويل چې ټولې سيمې د پوهنې تر پوښـښ لاندې دي، ښوونکي په ښه ډول خلک پوهولای شي او همدارنګه به د کرونا په اړه د روغتيايي ټيمونو له فعاليت هم څارنه کوي.
نوموړي زياته کړه: ((دوه اساسي دندې به ولري، د عامه پوهاوي په اړه به خلکو ته معلومات انتقالوي او که ناروغ يا مشکوک کس پيدا کيږي، د هغه په اړه به سرويلانس ټيم يا د ولسوالي په سطحه ټاکل شوې کمېټې ته معلومات ورکوي.))
دغه راز په ياده ناسته کې د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل چې د عامه پوهاوي په دې شبکه کې ټول شاوخوا ۵۵۰۰ ښوونکي او د لېسې دورې کابو ۱۵۰۰۰ زده کوونکي برخه لري.
ځاځي وويل چمتو دي چې د ولسمشر له حکم سره سم د اړتيا په صورت کې ښوونځي د روغتيا رياست په واک کې ورکړي.
نوموړی وايي: ((هم به د عامه پوهاوي په برخه کار کوي او هم به په ساحه کې له کليوالو او سرويلانس ټيم سره مشکوکې يا معلومې پېښې ثبتوي. خلکو ته به د حفظ الصحې او نورو اړينو مسايلو په اړه لارې، چارې ښيي.))
همدارنګه د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی د يادې کاري شبکې جوړېدل ګټور بولي او له خلکو غواړي چې په دې برخه کې له ښوونکو او زده کوونکو سره مرسته وکړي.
ځاځي نيوکه وکړه چې لا هم ګردېز کې د کرونا ناروغي د درملنې لپاره وسايل او اسانتياوې نه دي برابرې شوې او پلازمېنې ته د لېږل کېدونکو معايناتو پايله په خورا ځنډ رسيږي.
دی وايي: ((له ولايت مقام نيولې تر مرکزه زموږ غوښتنه دا ده لکه څنګه چې د وزيرانو شورا لارښوونه کړې په ګردېز کې بايد د زون په کچه لابراتوار ژر فعال شي، تر څو موږ دلته د زون ټېسټونه تر سره کړو.))
خو بل لورته د پکتيا ولايتي اداره وايي تر راتلونکو درې ورځو پورې به په دغه ولايت کې د يادې ناروغي د درملنې لپاره د سل بستريز روغتون جوړېدو کار هم پيل شي.
login or register a new account.