ګردېز (پژواک، ۱۶ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د حضرت علي په نوم ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې، چې د مسوولينو په خبره ۶۴ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې د ياد ښوونځي ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ملي بوديجې له تخصيص څخه جوړوي.
کټوازی وايي چې په پکتيا کې د ښوونځيو ورته درې لويې ودانۍ جوړيږي، چې يوه هغه يې دا او دوه نورې يې په مرکز ګردېز او ځاځي اريوب ولسوالۍ کې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د دغه مکتب شاګردان لسم صنف ته رسېدلي او تر اوسه يې ښوونځي ودانۍ نه لرله. له نېکمرغه نن مو ورته د يوې لويې او مجهزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده چې په جوړېدو به يې ډېر کلونه نورو ودانيو ته اړتيا پېښه نه شي. دا درې پوړه ډېره مجهزه ودانۍ ده.))
د پکتيا والي وويل چې دغه ولايت کې ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو د لړۍ له مخې شاوخوا ۴۰ نسبتا لويې ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو رياست لخوا جوړيږي.
کټوازی وايي:((زموږ دويمه برخه ښوونځي د انکشاف دهات لخوا دي چې د سيمه ييزو شوراګانو سره په همغږي جوړيږي.))
د سيمې یو اوسېدونکی حضرت علي ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو خوښ دی او وايي, د دې لېسې شاوخوا ۱۲۰۰ نجونې او هلکان زده کوونکي په نامصون چاپېريال کې زده کړې کوي چې د زده کړو پر بهير هم ناوړه اغېز لري.
د کندرخېلو سيمې یو اوسېدونکی عبدالله افغان وايي: ((زموږ هغه نجونې او هلکان زده کوونکي، چې سږکال به په لسم صنف کې درس وايي، له تعمير او خوندي چاپېريال څخه محروم و. د سړک تر غاړې تر ونو لاندې، په باد، باران او لمر کې استادانو ونو ته تختې درولې وې او تدريس به يې ورته کاوه.))
د سيدکرم ولسوالۍ قومي مخور حاجي زرک د زده کړو د کيفيت پر ښه کېدو او يادې برخې ته پر زياته پاملرنه ټينګار کوي او وايي چې په دې برخه کې لا هم زياتې اړتياوې شته.
زرک پژواک ته وويل: ((ډېر مکتبونه شته چې احاطې نه لري، ډېر مکبتونه قرطاسيې ته ضرورت لري، ډېر مکتبونه داسې دي چې مسلکي استادانو ته ضرورت لري، چې بايد ليسانس وي او شاګرد ته يو څه ور وښيي. زموږ يوازينی عرض دا دی چې پکتيا ته بايد ډېر څه وشي.))
پکتيا دمګړۍ د شاوخوا ۷۵ زره نجونو په ګډون کابو درې سوه زره زده کوونکي لري، چې د شاوخوا ۵۵۰۰ ښوونکو له خوا په ۴۰۰ ښوونځيو کې زده کړې ورکول کيږي.
login or register a new account.