ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ په روغتون کې بستري شوی

ټرمپ په روغتون کې بستري شوی

author avatar
3 Oct 2020 - 15:31
ټرمپ په روغتون کې بستري شوی
author avatar
3 Oct 2020 - 15:31

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٩): دامريکا ولسمشر چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوى او ددرملنې په موخه يوه پوځي روغتون ته وړل شوى دى.

په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ پرون اعلان کړى و چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمنې منيلا ټرمپ د کرونا ټسټ مثبت راغلي او پر دې ويروس اخته شوي دي.

راپورونه وايي، وروسته له هغه چې ولسمشر ټرمپ د تبې،  ناراحتۍ  او ساه اخيستو کې له ستونزو سره مخ شو، نو د درملنې لپاره نږدې پوځي روغتون ته وړل شوى دى.

په خپرې شوې ويډيو کې ښکاري چې ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې په داسې حال کې چې غټ ماسک يې تړلی و، په خپله ځي او چورلکې ته خېژي.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې د ولسمشر ټرمپ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى، خو د تبې، ټوخي شکايت يې درلود او سينه کې يې درد محسوس شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې ډونالډ ټرمپ به څو ورځې په روغتون کې وي، ټاکنيز کمپاينونه يې ځنډولي او له روغتونه به دولتي چارې هم پرمخ بيايي.

دغه راز سپينې ماڼۍ ويلي چې د لومړۍ مېرمنې ټول فعاليتونه هم ځنډول شوي دي.

د ټرمپ معالج ډاکتر ويلي چې هغه ته د بدن مقاومت لوړولو درمل ورکړل شوي او له دې وروسته به ځيني نور درمل هم ورکړل شي.

د يادونې ده، د امريکا ولسمشر ډونالډ په لومړيو کې کرونا عادي نيولې وه او د ماسک له کارولو يې هم انکار کړى و.

د امريکا دجانز هاپکن پوهنتون معلوماتو له مخې، تر اوسه په امريکا کې اووه نيم  ميليونه کسان پر کرونا اخته او شاوخوا ٢١٣زره کسان ترې مړه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.