منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۷ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​د ارمينيا او اذربايجان ترمنځ پر لنډمهال اوربند هوکړه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٩): روسيې ويلي چې د لانجمنې سيمې ناګورنو قره باغ پر سر د ارمينيا او اذربايجان ترمنځ  پر لنډمهال اوربند هوکړه شوې ده.

روسي رسنيو خبر ورکړى چې پرون د جمعې په ورځ په مسکو کې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف په منځګړتوب د ارمينيا او اذربایجان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه وشوه چې لس ساعته يې دوام درلود.

د سرچينې د معلوماو له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف ويلي، د لنډمهال اوربند په پيلېدو به دواړه هېوادونه د اختلاف حلولو لپاره جدي خبرې پيلوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د شوېهوکړې له مخې، دغه اوربند نن د شنبې په ورځ غرمه پيل شوی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د لانجمنې سيمې ناګورنو-قره باغ پر سر ددواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوې چې د راپورونو له مخې، ددواړو لورو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له دواړو غاړو غوښتي چې د وژل شوو کسانو مړي راټول، د بنديانو تبادله پيل او دښمني ودروي.

د اذربايجان ولسمشر الهام علييوف تر دې مخکې ويلي وو چې يوازې د خپلې ځمکې د بشپړتيا بيا راژوندي کول مني.

د يادونې ده، افغانستان په دې شخړه کې د اذربايجان د ملاتړ اعلان کړى دى.

ارمنستان او اذربايجان چې د پخواني شوروي اتحاد برخه وو، په ١٩٩١ زېږديز کال کې يې خپلواکي ترلاسه کړه او له شوروي جلا شول.

له تېرو څو لسيزو راهيسې دواړه هېوادونه پر ناګورنو قره باغ لانجمنې سيمې باندې حقوقي دعوه لري او ترمنځ يې جنګونه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه