جلال اباد (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او وکيلان وايي، افغان حکومت او وسله وال طالبان دې په قطر کې د سولې د روانو خبرو اترو پرمهال د امتيازاتو پرځای د جګړې درولو فکر وکړي.
دا ولسي غونډه د تلې په ۲۴مه د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د غړي ميرويس ياسيني له لوري د سلګونه قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
غونډه کې په قطر کې د سولې د مذاکراتو ملاتړ وشو او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وشوه چې اوربند وکړي او سولې ته لار هواره کړي..jpg)
غونډې ته د خبرو پرمهال د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني وويل، که قطرکې د افغان سولې خبرې پايله ورنه کړي د افغانستان حالت به له سوريې هم بدتر شي.
ياسيني پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په مذاکراتو کې د امتيازاتو پرځای افغان ولس له جګړې خلاص کړي.
دی وايي: ((موږ د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوو خو نه د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنې قرباني کولی شو او نه هم د نظام د ړنګېدو اجازه چاته ورکوو، خو دا وروستی چانس هم دی، نو بايد حکومت او وسله وال طالبان د امتياز ګيرۍ نه تېر شي او ملت خپل کړي.))
په دې ولسي غونډه کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم د جګړې له اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه او حکومت او وسله وال طالبان يې سولې ته وهڅول.
هغه وويل، د جګړې قرباني ولس دی، افغانان دي او عام خلک دي بايد حکومت او طالبان د ولس په خاطر نور له جګړو لاس واخلي او سوله وکړي.
د غونډې يو بل ويناوال او د کابل پوهنتون استاد سيد اکبر له اوسني بد وضعيت څخه د افغانستان د خلاصي او هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره له ټولو ولايتونو څخه د يو ولسي حرکت د پيل غوښتونکی شو.
خو د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني بيا وويل، چې د ختيځو ولايتونو د ځوانانو په ملتيا يې د داسې يو حرکت د پيل هڅې پيل کړي چې پر حکومت، وسله والو طالبانو او نړيوالې ټولنې د خپلو غونډې، لاريونونو او نورو اعتراضونو له لارې فشار راوړي چې جګړه پای ته ورسوي.
دوى دوحه کې د حکومت مذاکراتي پلاوی د تائيد وړ وباله او د دواړو اړخونو له مذاکراتي پلاوي څخه یې د سولې په خبرو اترو کې د نرمښت غوښتنه وکړه.










