منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وسله والو په بريد او چاودنه کې ٢٠ تنه پاکستاني سرتيري وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٩) :  د وسله والو کسانو په دوو بريدونو کې په وزيرستان او بلوچستان کې ٢٠ تنه پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون وسله والو کسانو د بلوچستان ايالت د ساحلي ښار ګوادر په اورماړه سيمه کې د تېلو او ګازو ادارو ددولتي ادارې پر کاروان بريد کړى و.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې ١٤ سرتيري وژل شوي دي او په ځوابي بريد کې بريدګرو ته  هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د پوځ لخوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې د يوې چاودنې له امله د يوه افسر په ګډون شپږ سرتيري وژل شوي دي.

ددې بريدونو مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى، خو پخوا د بلوچستان د بريدونو مسووليت د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې اخيستلو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه