ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له اداري فساد سره د نوي رامنځته شوي کمېسیون غړو لوړه وکړه

له اداري فساد سره د نوي رامنځته شوي کمېسیون غړو لوړه وکړه

author avatar
22 Nov 2020 - 16:04
له اداري فساد سره د نوي رامنځته شوي کمېسیون غړو لوړه وکړه
author avatar
22 Nov 2020 - 16:04

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو د لوړې مراسمو کې وویل چې د دغه کمېسیون تشکیلات، د غړو امتیازات او معاشونه به خاص نه وي او کمېسیون به د څارنې لپاره ځانګړی سیستم جوړوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د غړو د لوړې مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه دویم مرستیال محمد سرور دانش، د ملي شورا د جرګو مشرانو، قاضي القضات او د کابینې غړو ګډون کړی و.

له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د لړم میاشتې په ۲۲مه د ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ له شپږو کلونو ځنډ وروسته رامنځته شو چې همایون حامد، مریم زرمتۍ او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د درېیو کلونو لپاره د دغه کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

ولسمشر غني په یادو مراسمو کې وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د کمېسيون رامنځته کول مهم ګام و او د کمېسیون د غړو ټاکلې دندې یو دروند بار دی چې د زماني جدول په چوکاټ کې یې باید ترسره کړي.

دی وايي، کمېسیون به د قانون مطابق په یوه ربعه کې لومړی راپور ملي شورا، د افغانستان خلکو او جمهوري ریاست ته ورکوي او غړي به د شتمنیو د ثبت د مسوولینو په توګه نن خپلې شتمنۍ ثبت او خپروي.

هغه زیاته کړه چې د کمېسیون تشکیلات، د غړو امتیازات او تنخواوې به یې ځانګړي نه وي؛ ځکه هېڅوک له قانونه لوړ نه دي او د فساد مخنیوي په برخه کې د دغه کمېسسیون اقدامات ملت او دولت سره نږدې کولی شي.

ولسمشر غني زیاتوي: “د څارنې سیستم باید ایجاد شي چې کوم موډل انتخابوئ او تطبیقوئ، څو د افغانستان خلک پوه شي چې څارنه په کوم ډول ترسره کېږي؛ د اطلاع ورکولو مرکز ایجاد ستاسو کار دی، هر څوک چې د فساد په برخه کې معلومات شریکوي، د هغوی ژوند او حیثیت باید خوندي شي.”

د ولسمشر غني په وینا، کمېسیون به د سترې محکمې غوندې د حکومت په مشوره بودجه برابروي.

دی وايي چې ملي شورا دې د مالیې وزارت له طرحې سره د کمېسیون په بودجه کې تعدیل ومني او ژر تر ژره دې کمېسیون ته د بودجې چوکاټ رامنځته شي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.