ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: د سولې له راتګ سره به ماشومان هم له خپلو حقونو برخمن شي

امرخېل: د سولې له راتګ سره به ماشومان هم له خپلو حقونو برخمن شي

author avatar
23 Nov 2020 - 15:15
امرخېل: د سولې له راتګ سره به ماشومان هم له خپلو حقونو برخمن شي
author avatar
23 Nov 2020 - 15:15

جلال اباد (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۹): په ننګرهار کې د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د دغه ولايت والي وويل، د روانې جګړې تر ټولو زیات قربانیان ماشومان دي او د سولې په راتګ سره دوی ته ټول حقوق ورکول کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونسيف په مرسته د لېندۍ په ۳مه جوړه شوې دغه غونډه کې د ماشومانو له حقونو د يادونې سربېره د ختيځو ولايتونو د پوهنې مسوولينو د زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د پرتو ستونزو او خنډونو په اړه هم خبرې وکړې.

د ننګرهار والي ضیا ءالحق امرخېل وویل، د روانې جګړې تر ټولو زیات قربانیان ماشومان دي او په هېواد کې د سولې په راتګ سره ماشومانو ته د ټولو حقوقو د ورکړې زمینه برابرېدای شي .

هغه زیاته کړه،د وسله والو مخالفینو له لوري په تروریستي پېښو کې د کم عمر لرونکو ماشومانو څخه ګټه اخیستل کیږي، خو که سوله رامنځته شي، ماشومانو ته سالمه پالنه او رزونه ورکړل شي، نو د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې به ډېر پرمختګونه رامنځته شي .

امرخېل ښوونکو او پلرونو ته لارښوونه وکړه چې خپلو ماشومانو ته په کورونو او ښوونځیو کې د ملي روحیې روزنه ورکړي،همدا راز یې ډاډ وښوده چې په جلال اباد ښار کې به د پراختیا پر مهال ډېری پارکونه جوړ کړي،ترڅو ماشومانو ته د تفریح زمینه برابره شي .

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې ماشومانو ته دې په روغتیایي او نورو برخو کې پوره حقوق ورکړل شي او همدا راز دې د ښوونیزې روزنې ترڅنګ په کورونو کې تربیوي روزنه ورکړل شي.

هغه له پلرونو څخه وغوښتل چې خپلو اولادونو ته روحیه ورکړي، ښه چاپیریال ورته برابر کړي او هغه حقوق چې ماشوم یې لري، باید ټول ورته ورکړل شي .

په غونډه کې ننګرهار کې د يونسيف ادارې استازي عبدالنافع کاکړ ماشومانو ته په اشارې سره وويل، چې د دوی ټول شکايتونه ورسېدلي، له ستونزو يې خبر دي او د حل په موخه يې له افغان حکومت سره سلا مشورې پيل شوې دي.

د ماشومانو د نړیوال پیوستون، د هغوی د حقونو او د ژوند د ښه والي لپاره ملګرو ملتونو په ۱۹۵۹م کال کې د نوامبر۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ وټاکله. د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ۲۱۸ میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.