ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د نفتي توکو ادارې عوايد لوړ شوي دي

د بغلان د نفتي توکو ادارې عوايد لوړ شوي دي

author avatar
23 Nov 2020 - 15:52
د بغلان د نفتي توکو ادارې عوايد لوړ شوي دي
author avatar
23 Nov 2020 - 15:52

پلخمري (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٩): د بغلان د نفتي توکو ادارې مسوولين وايي چې د سږ کال د درېيو مياشتو د عوايدو کچه د تېر يوه کال تر ټولو عوايدو پنځه سلنه لوړه شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د نفتي توکو ادارې مسوول کريم شاهين د لېندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په روان کال کې د کرونا ويروس له امله ډېرې ستونزې وې خو بيا هم د دوى د ادارې عوايدو کچه لوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر ټول کال کې يې ١٣،٤ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو خو په تېرو درېيو مياشتو کې يې بيا ١٦ ميليونه  افغانۍ عوايد لرل.

هغه وايي: ((نو کوم عوايد چې موږ په تېرو درېيو مياشتو کې ترلاسه کړي، د تېر کال د ټولو عوايدو په پرتله پنځه سلنه زياتوالى ښيى.))

هغه د عوايدو د لوړوالي په اړه وويل چې له خصوصي شرکتونو يې په منظم ډول ماليه ټوله کړې او يو شمېر پخواني دولتي د تېلو پمپونه يې هم بېرته فعاله کړي دي.

شاهين زياته کړه: ((که په همدې ډول روان و اوسي نو د کال تر پايه به زموږ د سږ کال عوايدو کچه د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه لوړه شي.))

د نوموړي په وينا، له وړمې ورځې راهيسې يې په پلخمري ښار کې کوڅه په کوڅه د مايع ګاز د پلورولو کمپاين هم پيل کړی چې په دې سره به هم عوايد ډېر شي.

د شاهين د معلوماتو له مخې، دا مهال د بغلان د نفتي توکو اداره د پنځه سوه ټنه مايع ګاز ساتلو ظرفيت لري خو دى کوښښ کوي چې دوه نورې زېرمې هم جوړې کړي.

بل لور ته د بغلان تېلو پمپونو اتحاديې رييس ذبيح الله پژواک ته وويل چې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د نورې نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې هم د نفتي موادو بيې ټېټې شوې دي.

ده وويل: ((څومره چې نفتي مواد ډېر پلورل کېږي، په هماغه اندازه د نفتي توکو ادارې د عوايدو کچه لوړېږي؛ ځکه په هر لېتر کې بايد يوه روپۍ د فني خدمتونو په بدل کې دې ادارې ته ورکول شي.))

د يادونې ده، دا مهال په بغلان کې د يوه لېتر پټرولو بيه ٣٤ افغانۍ او د يوه کيلو مايع ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې تېر کال د يوه لېتر پټرولو بيه ٥٠ او د يوه کيلو مايع ګاز بيه ٦٥ افغانۍ وه، نو پر دې اساس سږ کال د تېر کال په پرتله د نفتي موادو نرخونه ١٥ سلنه ښکته شوي دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.