ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د معلولینو د متوازن پرمختګ درې کلن پروګرام پیل شو

بلخ کې د معلولینو د متوازن پرمختګ درې کلن پروګرام پیل شو

author avatar
26 Nov 2020 - 14:47
بلخ کې د معلولینو د متوازن پرمختګ درې کلن پروګرام پیل شو
author avatar
26 Nov 2020 - 14:47

مزارشریف ( پژواک، ۶لیندۍ ۹۹): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ټولنې د نورو وګړو په څېر د معلولینو د متوازن پرمختګ درې کلن بهیر رسما پیل شو.

دغه برنامه د اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ، د شهیدانو او معلولینو امریت او شمال زون کې د سویډن کمېټې له خوا پلى کیږي.

بلخ کې د شهیدانو او معلولینو چارو امر نجیب الله کوهستاني پژواک ته وویل چې د دغه پروګرام موخه دا ده څو معلولینو ته پاملرنه زیاته شي.

هغه زیاته کړه چې دمګړۍ د غیر رسمي شمېرو له مخې یواځې مزارښار کې څه باندې لس زره د جنګ معلولین ژوند کوي.

د کوهستاني په خبره، له دې ډلې یواځې ۴ زره معلولین د حکومت تر خدماتي پوښښ لاندې دي.

نوموړی زیاتوي چې لا هم په یو شمېر ادارو کې معلولیت لرونکو انسانانو ته د کمزورو خلکو په سترګه کتل کیږي چې په وینا یې دغه حالت باید بدل کړل شي.

د بلخ د معلولینو چارو امر همدا راز وویل چې د دغه پروګرام له لارې به معلولیت لرونکو اشخاصو ته د زده کړو او کار برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.

شمال زون کې د سویډن کمېټې د برنامو همغږي کوونکي نجیب الله یزدان پناه پژواک ته وویل چې فقر، بېسوادي او د اشتغال نشتون د ټولنې د نورو وګړو په څېر د معلولینو د ژوند لوی خنډونه دي.

هغه زیاته کړه چې د معلولینو د متوازن پرمختګ پروګرام په جریان کې به هڅه وشي چې د معلولیت لرونکو افرادو ستونزې تشخیص او حل لارې ورته ولټول شي.

نوموړي وویل: (( معلولینو سره د چار چلند برخه کې باید ژور بدلون راشي، دا کار هغه مهال کېدای شي چې موږ له خلکو سره له نږدې کار وکړو او هغوی وپوهوو چې معلولیت کمزوري نه ده)).

هغه زیاتوي چې معلولین هم حق لري، څو د ټولنې د نورو وګړو په څېر ژوند وکړي.

د هغه په خبره، له کوم تبعیض او دوه ګوني چلند پرته باید معلولینو ته خدمات وړاندې او اسانتیاوې برابرې شي.

مزارشریف کي د معلولیت لرونکو ښځو د ټولنې مشره پروانه صمدي وايي، چې لا هم ډېر معلولين په خپلو کورونو کې له تبعيض او دوه ګوني چلند سره مخ دي.

هغې زياته کړه، چې د معلولينو پر وړاندې د نظر بدلون بايد له کورنۍ څخه پيل شي او بيا ټولنې ته ولېږدول شي.

د هغې په خبره، په ډېری کورنيو کې معلولو اولادونو ته هغسې توجه نه کېږي، څنګه چې روغو اولادونو ته کېږي.

مېرمن صمدي وايي: (( زه معلومات لرم، زموږ په ډېری کورنيو کې هغه نجونې چې معلوليت ولري له ودونو او نورو د خوښيو مراسمو ته له ورتګ څخه بې برخې دي، د کورنۍ مشران خپل روغ اولادونه اخلي چکر او د خوښيو محافلو ته ځي، خو معلوليت لرونکي اولادونه په کور کې د بنديانو په څېر پرېږدي)).

د هغې په وينا، د معلولينو پر وړاندې د چار چلند په تړاو د عامه پروګرامونو جوړېدو ته جدي اړتيا ده.

د مزارشريف اوسېدونکی روح الله چې په دواړو سترګو ړوند دی وايي، چې معلوليت يې کمزوري نه ده.

هغه زده کړې کړي او دمګړۍ په حقوقو پوهنځي کې محصل دی.

روح الله پژواک ته وويل، چې د معلولينو پر وړاندې په ټولنه کې ناسم برداشت موجود دی، چې د تغير لپاره يې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد په دې برخه کې خپله پاملرنه زياته کړي؛ څو معلولين هم د ټولنې د نورو  وګړو په څېر له خپلو حقونو څخه برخمن شي.

هغه وايي، چې لا هم ډېری معلولين زده کړو ته لاسرسی نه لري او هغوی چې زده کړې کړې دي، د کار زمينه ورته نه ده برابره شوې.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.