کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٩) : د نړۍ د فوټبال مشهور لوبغاړى ډيګو ميراډونا د ٦٠ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
ميراډونا د ارجنټاين اوسېدونکى و او د دغه هېواد د ملي لوبډلې ترڅنګ په يو شمېر نړيوالو ليګونو کې يې هم لوبې کړې وې.
د ارجنټاين فوټبال فدراسيون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه پرون ناوخته د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.
د ارجنټاين ولسمشر هم د خپل ستر لوبغاړي ميراډونا پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او په هېواد کې يې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.
ده زياته کړې : ” ميراډونا د خپل هېواد نوم هسک کړى و، خپلو خلکو ته يې ډېرې خوښۍ ورکړې وې هغه له ټولو ستر انسان و، موږ به تل هغه يادوو. ”
ميراډونا د فوټبال په څلورو نړيوالو جامونو کې د خپل هېواد په ملي لوبډله کې لوبېدلې و، خو په ١٩٨٦ زېږديز کال کې د نړيوال جام په ګټلو کې يې مهم رول لوبولى و.
نوموړى په ١٩٩٧ زېږديز کال کې د ٣٧ کلونو په عمر له نړيوال فوټبال څخه تقاعد شو او په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له خوا د يوېشتمې پيړۍ تر ټولو ستر لوبغاړى اعلان شو.
هغه د ارجنټاين د ملي لوبډلې ترڅنګ د يو شمېر نورو هېوادونو او نړيوالو کلبونو د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې وې.
ميراډونا چې په ژوند کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، له ګڼ شمېر ستونزو سره هم مخامخ شوى و، هغه د نشه يي توکو د کارولو په جرم له بنديزونو سره مخ شو، دغه راز يو ځل يې پر خبريالانو ډزې کړې وې، چې له امله يې درې کاله بندي شوى و.
نوموړى د ژوند په وروستيو کلونو کې له بېلابېلو ناروغيو څخه کړېده، چې په پايله کې تېره ورځ د زړه د حمله له امله يې ساه ورکړه.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن