ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ویروس خپرېدو، له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ثبت کې کموالی راوستلی

د کرونا ویروس خپرېدو، له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ثبت کې کموالی راوستلی

author avatar
26 Nov 2020 - 15:03
د کرونا ویروس خپرېدو، له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ثبت کې کموالی راوستلی
author avatar
26 Nov 2020 - 15:03

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۹): د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو ثبت یوولس سلنه کم شوی خو د فزیکي تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې شبنم صالحي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۳۵۰۰ موارد ثبت شوي په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې د یادو مواردو شمېر نږدې ۴۰۰۰ ته رسېده.

هغې زیاته کړه چې یادې شمېرې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین پر مهال د تېر میلادي کال د ورته وخت په پرتله ۱۱ سلنه کموالی ښيي ځکه یو شمېر کسانو د یادو مواردو د ثبت فرصت نه درلود.

خو نوموړې وویل، برعکس د تاوترخوالي په نوعیت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي حاد موارد زیات شوي او د ټولو مواردو ۳۵ سلنه یې فزیکي تاوتریخوالی لکه وژل، وهل او ټکول، د بدن د غړو پرېکول، ټپي کول او اجباري کار دي.

هغې زیاته کړه، په تېرو لسو میاشتو کې د فزیکي تاوتریخوالي په ۱۲۴۱ مواردو کې وهل ټکول، د بدن د غړو پرېکول، ټپي کول او نور شامل دي.

د دې په خبره، د حاد تاوتریخوالي له ټولو مواردو یوازې د ۱۲۳ قضیو عاملان نیول شوي او د تاوتریخوالي پاتې عاملین تښتېدلي دي.

شبنم صالحي په تېرو لسو میاشتو کې د جنسي تاوتریخوالي د ۱۳۰ مواردو د ثبت خبر ورکړ او وویل، ډېری دغه ډول تاوتریخوالی منعه دی او کم کسان حاضرېږي چې ثبت یې کړي.

د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې په یاده موده کې د کلامي او رواني تاوتریخوالي لکه تازه واده، اجباري طلاق، مسخره، د سپکو کلمو کارول، بې برخلیکتوب او د وژلو د ګواښ ۱۱۲۰ موارد ثبت شوي دي.

صالحي وویل، په یادو مواردو کې د اقتصادي تاوتریخوالي لکه له نفقې محرومیت، میراث او ملکیت ۶۰۱ موارد هم شامل دي.

د نوموړې په خبره، د تاوتریخوالي په یادو مواردو کې ۳۸۵ له کوره د ایستلو، اجباره واده، ژر واده، د واده او زده کړو له حقه د ممانعت او د بدل ودونه دي چې د بشر حقونو په کمېسیون کې ثبت شوي دي.

نوموړې روښانه کړه چې تاوتریخوالی د بدني د زیان سربېره ښځو ته نورې ستونزې هم جوړوي.

هغې وویل، د بې برخلیک توب۱۳۳۹ موارد، د کور د پرېښودو ۲۶موارد، له کوره د تېښتې ۵۸موارد، د بېلتون غوښتنې ۵۳۶ موارد، د ټپي کېدو ۲۴۷موارد او د رواني ستونزو۳۲۸ موارد هغه پایلې دي چې د کمېسیون لخوا اعلان شوې دي.

د بشري حقونو کمېسیون مسوولان وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د نږدې ۹۶ سلنه مواردو ځای کورونه دي، د تصور خلاف چې یاد ځایونه باید د ښځو لپاره امن وای.

دوی بد رواجونه، د دولت کمزوری حاکمیت، د تاوتریخوالي له عاملینو سره د قاطع چلند نه کول، د تاوتریخوالي مواردو ته د زورمندانو نفوذ، د ښځینه قاضیانو، وکیلانو او عدالت غوښتونکو نشتون او د زده کړو د سطحې ټيټوالی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه وبلل.

د بشري حقونو کمېسیون د یادو لاملونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د حل لپاره د یو شمېر وړاندیزونو نوملړ هم اعلان کړ.

د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د بدو رواجو پر وړاندې د مبارې لپاره د اغېزناکو لارو چارو رامنځته کول، د ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرول او د مشرتابه په کچه د ښځو کار ته زمینه برابرول، د ښځنیه څارنوالانو جذب، قاضیانې او وکیلانې، په جزايي مواردو کې د انصراف حق له منځه وړل او د قانون د تطبیق د څارنې د میکانیزم رامنځته کول د یاد کمېسیون وړاندیزونه دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.