ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې له جلغوزو بار موټر ورک شوی

په لوګر کې له جلغوزو بار موټر ورک شوی

author avatar
29 Nov 2020 - 11:15
په لوګر کې له جلغوزو بار موټر ورک شوی
author avatar
29 Nov 2020 - 11:15

ګردېز (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د پکتيکا ولايت د جلغوزيو ګڼ کاروباريان او سوداګر شکايت کوي چې د نورو ستونزو ترڅنګ د لوګر په مرکز کې له جلغوزيو ډک لوی موټر د نامعلومو کسانو له خوا ګرځول شوی او ورک دی.

دوی پکتيا پرېس کلب ته د اعتراض په ډول راغلي وو او ويې ويل، سره له دې چې د ياد ولايت له والي او امنيه قوماندان سره يې مسئله شریکه کړې، خو د هغوی پر ژمنو سربېره په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

د دوی له ډلې رئيس خان وايي چې ياد موټر وړمه شپه شاوخوا اته بجې له عمومي لارې ګرځول شوی دی.

خان وویل: ((له ارګون نه مو لارۍ رابار کړې وه، موږ نه پوهېږو چې د حکومت په ساحه کې ده او که د طالبانو. موږ چې والي صېب ته ورغلو، ويل یې چې د پيدا کولو کوشش يې کوم؛ بيا طالبانو ته ورغلو، هغوی هم دا خبره راته وکړه.))

دغه راز بل سوداګر حاجي عبدالغني په دې اړه دولت پړ بولي او وايي چې دوی د جلغوزو ماليه ورکوي او بايد د تګ راتګ امنيت يې هم ټينګ شي.

غني وايي چې ورک شوي جلغوزي شاوخوا شل ميليونه افغانۍ ارزښت لري او د ورکېدو له امله يې څښتنانو ته دروند مالي زيان اوښتی دی.

نوموړي زياته کړه: ((د لوګر امنيه قوماندان ته ورغلو، هغه راته ويل چې دې ساحه کې زما مسووليت نه دی، د ملي اردو مسووليت دی. لارو کې بېخي ډېرو زياتو مشکلاتو سره مخ يو. امنيتي مشکل دی، د پوستو له خوا د پيسو اخيستو او د غلو مشکل شته، لاره کې جلغوزي ورکېږي.))

د جلغوزو بل سوداګر معصوم جان په لويو لارو کې د امنيتي ځواکونو د پوستو له خوا د جلغوزيو له موټرو د ډېرو پيسو اخيستو له امله شکايت کوي او وايي چې په لارو کې زيات ځورول کېږي.

معصوم جان وويل چې ورک شوي جلغوزي چين ته د لېږدولو لپاره کابل ته وړل کېدل.

دوی وايي چې په لويو لارو کې د ستونزو، د غلو او مالونو ورکېدو له امله له ډېرو ستونزو او زيان سره مخ دي او که ستونزې يې ژر حل نه شي، اړ دي چې ياد توکي بېرته پاکستان ته ولېږدوي.

جان وويل: ((موږ پاکستان کې ډېر کلونه دا کار کړی او لا هم زموږ زرګونه خلک هلته دا کار کوي؛ که دا مشکلات مو دولت نه حلوي او مخه يې نه نيسي، نو موږ مجبور يو چې خپل کاروبار بېرته هلته واړوو او لاره بدله کړو؛ موږ هلته هېڅ مشکل سره نه يو مخ شوي.))

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ یوازې دومره وويل چې له موضوع خبر دي او هڅه کوي چې د مسئلې واقعيت او عاملين يې پيدا کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې اړه دوى پلټنې کوي او هڅه کوي چې ورک شوى موټر را پيدا کړي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم سوداګرو په لويو لارو کې د غيرقانوني اخاذيو او نورو ستونزو په اړه شکايتونه کړي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.