منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

‎کونړ کې د یوه روغتیايي مرکز د ترمیم پروژه کې د فساد مخنیوی وشو

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۰۷ کتنې
جلو فساد در پروژۀ بازسازی یک مرکز صحی در کنر گرفته شد
جلو فساد در پروژۀ بازسازی یک مرکز صحی در کنر گرفته شد

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د روڼتيا څار اداره وايي چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ټولنيز څار رضاکارانو په همکارۍ د يوه کلينیک په ترميم کې د فساد مخه نيول شوې او نيمګړې چارې يې بشپړې شوې دي.

‎د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په ملاتړ په دې وروستیو کې د افغانستان د روڼتيا څار ادارې له خوا د کونړ د شلو هغو روغتیایي مرکزونو چې خدمات په ټیټ کیفیت وړاندې کېدل او ګڼې ستونزې په کې موجودې وې، د ټولنیز څار پروګرام له خوا یې څار ترسره شوی دی.

په یادو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت، د ډاکترانو پر وخت دندې ته نه حاضرېدل، د شخصي اړیکو پالل، له ناروغانو سره د ډاکترانو ناسم چلند او د مناسب پاک چاپېریال نه شتون هغه ستونزې او ننګونې وې چې د خدماتو کیفیت یې خراب کړی و، نو دې ته په کتو د ډنمارک سفارت په مالي مرسته له فساد سره د مبارزې او روڼتیا د عمل پروژې په پلې کېدو سره په یادو مرکزونو کې د یاد فساد او ستونزو مخه نیول شوې ده.

په کونړ کې د ټولنیز څار پروګرام غړي صداقت الله غورځنک پژواک ته وویل: “کله چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې د ټولنیز څار پروګرام د رضاکارانو له لوري پلی شو، اوس وضعیت په کې د ښه کېدو په حال کې دی، ګڼې هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې، د مسوولینو پام ور اوښتی او اوس تر ډېره هوارې شوې دي.”

د نورګل ولسوالۍ د کرچندو کلینیک:

د روڼتيا څار ادارې وویل، د کونړ د نورګل ولسوالۍ مرکزي کلینیک چې ودانۍ یې بیارغونې ته اړتیا درلوده، د دې ولسوالۍ په مزار دره سیمه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، موقعیت لري.

‎دغه اداره زیاتوي چې د دغه کلینیک ودانۍ د خرابوالي ستونزه د ټولنیز څار پروګرام رضاکار څو ځلې له اړوند مسوولینو سره شریکه کړه، خو پاملرنه ورته ونه شوه او دغه کار لامل شو چې یاده ودانۍ نوره هم خرابه شي.

‎د سرچينې په وينا، دا چې دغه کلينیک د طالبانو په ساحه کې دی، نو حکومت نه شو کولای څار یې وکړي چې بالاخره دا ستونزه د اېس اېم جي په غونډه کې ياده شوه.

‎یاده اداره وايي: “کله چې دا موضوع راپورته شوه، نو معلومه شوه چې د کلینیک چت د بیاترمیم پیسې مخکې د دولت له بودجې ايستل شوې وې، قراردادي خپلې پیسې اخیستې وې او کار یې نیمګړی پرېیښې و.”

‎د روڼتيا څار ادارې له خوا په ادې اړه د معلوماتو له خپرېدو وروسته، دغه موضوع په ټولنیزو رسنیو کې هم کښته پورته شوه چې له امله یې د کونړ ولایتي اداره له سختو نیوکو سره مخ شوه.

‎سرچينې ويلي چې وروسته قراردادي د ولايتي مسوولينو له خوا ور وغوښتل شو او ساحې ته د یوه ټېم له لېږلو وروسته یې د کلینیک د چت ترمیم چارې بېرته پیل کړې.

‎د روڼتيا څار ادارې په خبره چې دغه قراردادي له حکومته د نورګل ولسوالۍ د کلینیک د چت ترمیم پیسې پخوا ایستلې او حیف میل کړې وې خو د ټولنیز څار د رضاکار په همکاري یې دغه ستونزه را وسپړله او قراردادي یې دې ته اړ کړ چې دغه پروژه بشپړه کړي.

یاده اداره وايي چې د قراردادي له خوا د یاد کلينیک د ترميم پروژه اوس بشپړه او یاده ستونزه هواره شوې ده.

‎خو د روڼتیا څار ادارې ویلي چې له دغه کلینیکه د څار پر مهال له ځینو ستونزو سره هم مخ وو.

د دې ادارې په وینا: “د څار په لومړۍ ورځ د یاد کلینیک مسوولینو له رضاکار سره ناسم چلند کاوه؛ هغه یې نه پرېښود چې له کلینیکه ټولنیز څار وکړي، خو بیا د ټولنیز څار پروګرام له مشر او ولایتي ادارې سره له همغږۍ وروسته دغه ستونزه هواره شوه.”

‎ د دې ادارې اجرائیوي رییس سید اکرام افضلي وايي، که چېرې خلک په خپلو سیمو کې له روغتیايي مرکزو څارنه ونه کړي، نو فساد کوونکي به همداسې فساد ترسره کوي.

د نورګل ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف خیرخواه پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ په یوه غرنۍ کرچندو سیمه کې د یوه کلنیک د ترمیم چارې چې یو څه ترسره شوې وې او بیا د نامعالوم علت له امله درېدلې وې، اوس د کلنییک د پاتې کار چارې د قراردادي له خوا بشړې شوې او کلنییک د خلکو د روغتیايي خدماتو لپاره چمتو شوی دی.

د کونړ د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عزیزالرحمن هم تایید کړه چې د نورګل ولسوالۍ د کرچندو کلینیک چې په یوه ناامنه سیمه کې دی، د ترمیم چارې يې د قراردادي له خوا د قرارداد مطابق بشپړ شوی او اوس په کې هېڅ ستونزه نشته.