جلال اباد (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او مدني فعالان نيوکه کوي چې جاپان الاصله افغان ډاکتر ناکامورا د افغانانو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت کړی خو افغان حکومت يې لږ تر لږه د لومړني تلين په ياد لومړنۍ غونډه هم جوړه نه کړه.
په کاکا مراد مشهور ډاکتر تیتسو ناکامورا چې له څو لسيزو راهيسې يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړي پوره يو کال وړاندې د ډسمبر په ۴مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هغه مهال ووژل شو چې نوموړی د دغه ولايت ښېوې ولسوالۍ ته د مرواريد کانال د بيارغونې کارونو ته پر لاره و.
يوه ورځ وړاندې يې له کونړ سينده په را بېل شوي مروارید کانال چې د ننګرهار زرګونه جريبه ځمکه خړوبه کړه، د پراختيا پروژه یې پرانيسته خو دغه ارمان يې په دويمه ورځ تر خاورو لاندې شو.
که څه هم د ډاکتر ناکامورا د مړينې لوموړۍ کاليزه دوه ورځې وړاندې پوره شوه خو لا هم د نوموړي په ياد کوم ځانګړي مراسم ونه نيول شول.
د ننګرهار خلک وايي، تمه يې درلوده چې په ولايتي کچه به د ناکامورا تلين ته ځانګړي مراسم ونيول شي څو د جاپان خلک د دغو مراسمو په ليدو د خپلو مرستو دوام ته زړه ښه کړي او د کاکا مراد په قربانيو فخر وکړي، خو وايي، تر اوسه يې داسې هېڅ ونه ليدل.
د ننګرهار یو اوسېدونکی محمد قاسم وايي، ولايتي ادارې تل د ډېرو عادي خلکو نمانځلو لپاره لويې غونډې جوړې کړې خو د داسې يو شخصيت په تړاو چې هغه د ننګرهار سلګونه زره خلکو ته د ژوند کولو زمينه برابره کړې، له ياده يې ايستلی دی.
په ننګرهار کې د پياوړو ښځو شبکې مرستياله ثناء نوري هم نيوکه کوي چې نه يوازې د ننګرهار ولايتي اداره، بلکې ټول افغان حکومت د ناکامورا په ساتنه او اوس يې د ياد په تازه ساتلو کې پاتې راغلی دی.
د خلکو نيوکه دا هم ده چې په تېر يوه کال کې د ننګرهار چارواکو د ناکامورا قاتلين پيدا نه کړل او تر اوسه دا خبره همداسې ګونګه پاتې شوې ده.
د کامې ولسوالۍ قومي مشر ملک محمد عمر وايي، حکومت بايد ولس ته د ناکامورا د قتل قضيه روښانه کړي او قاتلين يې بايد قانوني سزا وګوري.
دغه راز د ننګرهار ولايتي شورا پخوانی غړی ذبيح الله زمری هم نيوکه کوي چې افغان حکومت نه د افغانانو په ساتلو کې وړتيا لري او نه هم د داسې خدمتګار شخصيتونو د ساتنې لپاره کوم پلان لري.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په يو پلان کار روان دی چې روانه اوونۍ به په ډېرو شانداره مراسمو سره د ناکامورا لومړی تلين ونمانځل شي.
دی وايي، دغو مراسمو ته به د ننګرهار د قومي مشرانو سربېره له پلازمېنې هم ځیني مشران راشي او د غونډې ګډونوالو ته به دا زمينه هم برابره شي چې د ناکامورا په لاس جوړ شوو ځايونو نه ليدنه وکړي.
د جاپانۍ PMS موسسې مشر ډاکتر تيتسو ناکامورا په لومړيو کې په پېښور کې د افغان کډوالو درملنه کوله، بيا افغانستان ته راغی او دلته يې خدمتونه وکړل خو د ډېرو ناروغانو موجوديت دې ته لېوال کړ چې ننګرهار د ښېوې، دره نور، کامې او بهسودو ولسواليو د خلکو د اوبو اړتيا پوره کړي.
ناکامورا په خپل وطن کې له خلکو په راټولو کړو چندو يې د مرواريد، د بهسودو او کامې کانالونه او سربندونه ورغول او په دره نور کې يې ګڼې څاګانې جوړې کړې، هغه د دغو ولسواليو خلکو ته نوی ژوند وباښه او ان خپل سر یې د کونړ سيند د مهارولو له امله قرباني کړ.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن