ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره مهم دی

ولسمشر غني: سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره مهم دی

author avatar
7 Dec 2020 - 17:51
ولسمشر غني: سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره مهم دی
author avatar
7 Dec 2020 - 17:51

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۹): ولسمشر غني د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان ناسته کې وويل چې سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره مهم دی.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان ناسته کې چې «له کویډ ۱۹ وروسته د خلکو پر محور د سیمه ییزو همکاریو» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ګډون اووینا وکړه.

سرچينه زياتوي، په دې ناسته کې چې په ارګ کې د ویډیوکنفرانس له لارې جوړه شوې وه، ولسمشر په دې وخت کې د دې غونډې د جوړېدو مننه وکړه او په سیمه او ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو کې یې د کرونا ویروس د منفي اغېزو له امله د خپلې غمشریکۍ او پیوستون مراتب وړاندې کړل، ويې ویل، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان کولی شي د یو اقتصادي براعظم په توګه  د اسیا د تحول بنسټ کېږدي او د مرکزي اسیا راتلونکی تاریخ ولیکي.

هغه زیاته کړه، په دې اقتصادي تحول کې لیدلوری، تداوم او د اسیا پراختیایي بانک له لوري له نورو شریکانو سره د باور فضا رامنځته کول مهم دي.

ده له اسیا پراختیایي بانک څخه چې له ۲۰۰۵ کال څخه یې د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان په پروژو له  ۴.۵ میلیارد څخه زیات ډالر مصرف کړي او همداراز کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دې بانک ۴۰ میلیون ډالر مرستې او د کرونا ویروس په منفي ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د بریالي کېدو لپاره د سل میلیونه ډالره نویو مالي ژمنو د اعلان مننه وکړه.

غني له ټولو هېوادونو څخه چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یې سوداګریزې او ترانزیټي اسانتیاوې برابرې کړې، هم مننه وکړه ويې ویل: د ارزښت او عرضې زنځیرونو لپاره ټولو ترسره شویو ګامونو د افغانستان لپاره همپالنه رامنځته کړه.

هغه له ګاونډیو او سیمې هېوادونو څخه په هوایي دهلېزونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، زېربنایي پروژو ته پاملرنې او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو څخه په مننې وویل، ۱۷ اسیایي هېوادونه له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د برېښنا، سړک، مخابراتو، ریل پټلۍ، اوبو، بندرونو او هوایي ډګرونو په برخو کې نړیواله پانګونه په واک کې لري چې د پانګونې کچه یې په ۲۰۰۷ کال کې له ۱.۸ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۱۵ کال کې ۲.۳ میلیارد ډالرو ته زیاته شوې ده.

ولسمشر څرګنده کړه، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان له ۲۰۲۰ کال څخه د ګاونډیو او ښو شریکانو او اغېزناک لیدلوري په توګه د اسیایي هېوادونو په متحول کولو کې مهم رول لري او افغانستان د دې تګلارې همکار او ورته ژمن دی.

غني وویل: د ویاړ ځای دی چې افغانستان په مرکزي اسیا کې خپل تاریخي ارزښت بیا ترلاسه کړی او په دې پروسه کې زموږ هېواد یو وچ پُل نه، بلکې د همکاریو یوه څلورلارې ده او په دې لیدلوري کې سوداګري، ترانزیټ، توکي، تمدن او مفکورې په ازاد ډول د تګ راتګ په حال کې دي.

ده د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان له لوري د مطلوب هدف چې هماغه خپلواک، ازاد او ډیموکراتیک افغانستان چې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري او خپلمنځي، ګاونډیو او نړۍ سره سوله کې وي، په تائید خوښي وښوده وې ویل، سیمه ییز اتصال د سیمه ییز ثبات، سولې او ټولیزې هوساینې لپاره مهم دی.

هغه زیاته کړه، زموږ د سیمه ییز اتصال اجنډا موږ له شته خطرونو څخه لرې کوي او د همپالنې په برخه کې لا زیاته زمینه برابروي. د دې سازمان په ستراتېژیک سند کې د ځای شویو ژمنو هرکلی کوو او همداراز د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د ټي ای ار سازمان تعهداتو ته ژمن یو او تاسو ته ډاډ درکوو چې له ټولو همکارانو سره په رغنده بحث کې ګډون کوو.

اشرف غني په افغانستان کې ځوان نسل ته په اشارې وویل، موږ د بشري پانګې لپاره ښه فرصتونه لرو. د دې سازمان په چوکاټ کې لومړیتوبونه ډېر مهم دي او د کویډ ۱۹ له امله رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره باید لا زیات کار وکړو.

د هیواد جمهور رئیس وویل، اسیا په عمومي ډول او د دې سازمان غړي په ځانګړي ډول کولی شي خپلې هڅې بسیج کړي او له رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو څخه لا ډېره ښه استفاده وکړي او موږ باید نه یوازې کرونا ویروس، بلکې اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې لپاره هم له دې فرصتونو څخه استفاده وکړو.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.