کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۹): اروپايي ټولنه په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه غندي او وايي چې د ډېری مرګ ژوبلې مسوولین طالبان او بېلابېلې تروریستي ډلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې له پکتیا، ننګرهار، هلمند، کندهار، غزني او کابل ولایتونو شاوخوا ۹۴ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو سفارتونو له خوا پژواک خبري اژانس ته نن په رالېږل شوې ګډې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی پر رسنیو، مدني ټولنو او پر ملکي وګړو باندې هدفي بریدونه غندي.
د دې خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ملکي وګړو د زیاترو مرګ ژوبلو مسوولین طالبان او بېلابېلې تروریستي ډلې دي او یاد ټولنه پر ملګي وګړو بریدونه د افغانستان سولې پر پروسې بریدونه بولي.
سرچینه لیکلي، اروپايي ټولنه ډاډمنه ده چې بریدونه د فکري او نظریاتي توپیرونو د ځپلو لپاره د بریدګرو له موخو سره مرسته نه کوي او افغانانو ته اړتیا ده چې د سولې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي او د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره په دې پروسه کې ونډه واخلي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، اروپايي ټولنه هیله لري چې په جګړه کې ښکېل اړخونه باید د رسنیو او مدني ټولنې له خپلواکۍ ملاتړ وکړي؛ ځکه په وینا یې دا کار له اقتصادي پلوه له رغندې ولسواکۍ سره مرسته کوي.










