ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: په هره بیه چې کېږي باید هېواد کې د ټولو ښوونځیو له تړل کېدو مخنیوی وشي

یونیسف: په هره بیه چې کېږي باید هېواد کې د ټولو ښوونځیو له تړل کېدو مخنیوی وشي

author avatar
8 Dec 2020 - 17:50
یونیسف: په هره بیه چې کېږي باید هېواد کې د ټولو ښوونځیو له تړل کېدو مخنیوی وشي
author avatar
8 Dec 2020 - 17:50

کابل (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۹۹): یونیسف له دولتونو غوښتنه کړې چې د ښوونځیو بیا پرانیستل په خپلو کاري لومړیتونو کې ونیسي. دولتونه باید د ټول هېواد په کچه تر ممکنه حده  د درسي ټولګیو د خوندي کولو او د ښوونځیو له بیا ځل تړل کېدو څخه د مخنیوي لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

دغه مط‌لب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) له خوا خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د کوویډ-۱۹(کرونا ویروس) په مناسبت راغلي چې یونیسف زده کړې او هوساینې ته د زیانونو د دوام په اړه خبرداری ورکوي؛ ځکه چې د ښوونځیو د بیا ځل تړل کېدو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو شمېر یو ځل بیا ډېریږي.

سرچينه زياتوي، د کوویډ -۱۹ له امله د ښوونځیو تړل کېدو څخه د اغېزمن شویو زده کوونکو شمېر په نومبر (لړم) میاشت کې ۳۸ سلنه زیات شوی او په ټوله نړۍ کې یې د ۹۰ میلیونه ماشومانو د زده کړو او هوساینې د پرمختګ پر وړاندې زیاتې ستونزې جوړې کړې دي.

سرچینه کاږي، د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیزې څانګې (یونسکو) له خوا راټول شوي معلومات ښيي چې د نړۍ په کچه د هرو ۵ زده کوونکو له ډلې د یو زده کوونکي لپاره (۳۲۰ میلیون تنه)، د ډیسمبر له لومړۍ نېټې (د لیندۍ ۱۱ مه) درسي ټولګي تړل شوي چې له امله یې د نومبر په لومړۍ نېټه (د لړم ۱۱ مه) له لوست څخه پاتې ماشومانو شمېر له ۲۳۲ میلیون تنو څخه ۹۰ میلیون تنو ته لوړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په اکټوبر (تله) میاشت کې د ښوونځيو تړل کېدو له امله د اغېزمنو شویو زده کوونکو شمېر نږدې ۳ چنده کم شو و.

د یونیسف د ښوونیزې برخې عمومي رییس رابرت جنکینز (Robert Jenkins) وايي: «سره له دې چې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ، د هغه په لېږد کې د ښوونځیو د رول او په ښوونځیو کې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره د مناسبو ګامونو په اړه په هر څه پوهېږو، خو بیا هم په ناسمه لار روان یو – او دغه کار هم په ډېره چټکۍ ترسره کوو».

نوموړي زیاته کړې: «ثبوتونه ښيي چې ښوونځي د دغې ټولنیونې (پانډومیک) اصلي عوامل نه دي. خو بیا هم د یوې داسې خبردارې لرونکې پروسې لیدونکي یو چې په کې دولتونه د ښوونځیو تړلو ته د وروستۍ چارې په ځای د لومړۍ تګلارې په سترګه ګوري. په ځینو حالاتو کې د ټولنو د طبقه بندۍ په ځای دغه کار په ټولو هېوادونو کې ترسره کیږي. په پایله کې ماشومان لاهم د زده کړو، ذهني او جسمي روغتیا او ځان خوندیتوب له پلوه له ویجاړوونکو پایلو څخه ځوریږي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې ښوونځي تړل کېږي، زده کوونکي او په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې استوګن ماشومان د زده کړو، د ملاتړ مکانیزمونو، خوړو او خوندیتوب هېرولو په درشل کې ځای نیسي. په دې منځ کې د لرې پرتو سیمو استوګن ماشومان چې ترمنځ یې د زده کړو پرېښودلو شونتیا هم ډېره ده، تر ټولو لوړه بیه پرې کوي. له دې امله چې میلیونونه ماشومان له نهو میاشتو ډېرې مودې لپاره له ټولګیو څخه د باندې پاتې کیږي او ګڼ شمېر نور هم په نامناسبو شرایطو کې دي، یونیسف له دې وېره لري چې ډېری ښوونځي هسې بېځایه تړل شوي او هم د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د ښوونځیو خوندي کولو لپاره د اړتیا وړ کافي تدابیر نه دي نیول شوي.

سرچينه کاږي، په پایله کې ۷.۵ میلیون افغان ماشومان د هغو ۳.۷ میلیون تنو ماشومانو ترڅنګ چې له دې وړاندې یې ښوونځي خوشي کړي وو، د کوویډ -۱۹ خپرېدو پرمهال په ښوونځیو کې د لوست کولو فرصت له لاسه ورکوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د نړۍ په ۱۹۱ هېوادونو کې یوه نوې څېړنه ښيي چې د ښوونځي د وضعیت او په ټولنه کې پر کوویډ-۱۹ د اخته کېدو کچې ترمنځ هېڅ ډول اړیکه نشته. یونیسف په دې اړه د ډېرو لږو ثبتونو له لرلو سره چې ښوونځي ښايي د دغې ناروغۍ د لېږد کچه لوړه کړي، له دولتونو غواړي چې د ښوونځیو بېرته پرانیستل په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او څومره چې شونې وي، د ښوونځیو د خوندیتوب لپاره ټول مناسب ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په پروګرام کې باید په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو ماشومانو ته د آنلاین یا لرې لارې زده کړو په ګډون زده کړو ته د لاسرسي ډېرول شامل وي. ښوونیز نظامونه باید اصلاح او داسې تنظیم شي چې د راتلونکو ناورینونو پر وړاندې مقاومت ولري.

د یونیسف له خوا د ښوونځيو بیا پرانیستلو چوکاټ چې له یونسکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوراک نړیوال سازمان او نړیوال بانک سره په ګډه چمتو شوی، د ملي او محلي چارواکو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کوي. دغه سپارښتنې او لارښوونې د پالیسیو پر بیا کتنې، د اړتیا وړ مسایلو پر تمویل، د خوندي کولو پرعملیاتو، بېګار (جبري) زده کړې، روغتیا او ساتنې او دغه راز لرې پرتو سیمو کې مېشتو ماشومانو ته پر لاسرسي، تمرکز لري.

جنکینز وايي: «هغه څه چې د کوویډ-۱۹ د ټولنیونې پرمهال مو په ښوونځیو کې د زده کړو په اړه تجربه کړي، روښانه دي: د ښوونځيو د فعال ساتلو ګټې د تړلو له لګښتونو خورا زیاتې دي او په هره بیه چې کېږي، باید په هېواد کې د ټولو ښوونځیو له تړل کېدو څخه مخنیوی وشي.»

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.