ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د شمالي ولايتونو لويو لارو امنيت دې ټینګ شي

خلک: د شمالي ولايتونو لويو لارو امنيت دې ټینګ شي

author avatar
9 Dec 2020 - 15:43
خلک: د شمالي ولايتونو لويو لارو امنيت دې ټینګ شي
author avatar
9 Dec 2020 - 15:43

پلخمري (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): په ولسي جرګه کې د بغلان استازي او د مدني تولنې غړي وايي چې په دې وروستيو کې د شمال ولايتونو لويې لارې ناامنه شوې او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دوى دغه څرګندونې د بغلان د نوي والي محمد اکبر بارکزي د معرفۍ په غونده کې وکړې.

په یاده غونډه کې په ولسي جرګه کې د بغلان استازي اسدالله شهباز وويل چې په دې وروستيو کې د شمال ولايتونو په لارو کې يو شمېر پوستې سقوط شوې خو بېرته نه دي رغول شوې.

دى وايي: ((د همدې پوستو د سقوط له امله لويې لارې نا امنه شوې، خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې چې بايد بېرته ترميم شي.))

د شهباز په وينا، دغه ناامني تر ډېره د بغلان ولايت په مربوطاتو کې ده چې بايد د مخنيوي لپاره يې جدي هلې ځلې وشي.

ده زياته کړه: ((که په بغلان کې د لویو لارو امنیت خوندي نه شي، خلک او د ولسوالیو دولتي مامورین به د ولایت له مقام سره د حکومتولۍ په برخه کې د همکارۍ د دوام توان له لاسه ورکړي.))

دغه راز د بغلان د مدني ټولنو مسوول محمد رسول هبا هم د دغه ولايت د لويو لارو ترڅنګ د ولسواليو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله.

دى وايي: ((په ولسواليو کې ډېرې سيمې د دولت له واکه وتلې دي، په کومو سيمو چې واک لري، هلته د فساد او د ځمکو غصب روان دى.))

ده له نوي والي نه غوښتنه وکړه چې د لويو لارو او ولسواليو د امنيت ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د بغلان نوي والي محمد اکبر بارکزي وويل چې د لويو لارو او ولسواليو امنيت ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه وويل: ((د امنيتي وضعيت په اړه له اړوندو پوځي ادارو سره خبرې کوو، منظم امنيتي پلان جوړوو او لومړيتوبونه ورته  ټاکو.))

بارکزی زياتوي چې د اداري فساد، غاصبينو او زورواکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

هغه له وسله والو طالبانو د سولې غوښتنه وکړه او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې افغانستان ته سوله راتلونکې ده.

د يادونې ده، محمد اکبر بارکزي له مخکې د معادن او پټروليم د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.