ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست والي: نه فساد کوم ، نه بل چاته اجازه ورکوم

د خوست والي: نه فساد کوم ، نه بل چاته اجازه ورکوم

author avatar
10 Dec 2020 - 20:55
د خوست والي: نه فساد کوم ، نه بل چاته اجازه ورکوم
author avatar
10 Dec 2020 - 20:55

خوست ښار (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۹): د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وايي نه خپله اداري فساد کوي او نه يې بل چاته د ترسره کولو اجازه ورکوي.

هغه چې نن د «ليندۍ ۲۰مه» د اداري فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته خبرې کولې کولې، خبرداری ورکړ چې که هر دولتي مامور په اداري فساد تورن وپيژندل شو، بې له کوم ځنده به يې عدلي او قضاي ارګانونو ته وسپاري.

تورن جنرال مهمند کټوازي غونډې ته په خبرو کې وويل د اداري فساد پروړاندې مبارزه يې د کاري لومړيتونو په سر کې ځای لرياو له خلکو يې هم وغوښتل چې د فساد ګرو په پيژندلو کې ورسره همکاري وکړي.

والي زياتوي: ((نه خپله فساد کوم او نه بل چاته اجازه ورکوم، په ژوند مې فساد نه دی کړی. زه تاسو ته دا اطمنان درکوم د خوست په اداره کې کوشش به سره کوو د تاسو خوستيانو په همکارۍ باندې چې موږ د فساد مخه نيسو.))

دا غونډه چې د اميد موسسې له خوا د ملګرو ملتونو پراختيايي اداري يا UNDP او د ډنمارک شاهي حکومت په مالي ملاتړ جوړه شوې وه، اساسې موخه يې اداري فساد سره د مبارزې پياوړي کول دي.

ددغې موسسې ولايتي مسوول نعمت الله کريمي غونډې ته وويل: ((په څلورو ولايتونو کې دا غونډې ترتيب شوي دي چې غواړي د خلکو او دولتي چارواکو ترمنځ د فساد په مخنيوي کې هڅې لا ګړندۍ او همغږي لا پياوړې کړي.))

د غونډې يو شمېر نوروګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې ويل په دولتي ادارو کې د اداري فساد موجوديت ددې لامل شوی، چې ورځ تربلې خلک له حکومت څخه فاصله پيدا کوي.

قومي مشر رسول محمد تڼي غونډې ته وويل له ولسمشر نېولې تر کوچني ماموره پورې هر يو د اداري فساد د ختمولو چيغې وهي، خو په وينا يې چې په عمل کې هيڅ هم نه تر سترګو کيږي.

نوموړي وويل که حکومت يې مخنيوي نه شي کولی، نو ولس دې راپورته شي او په خپله دې د اداري فساد پرضد دې مبارزه پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((والله باالله دغه ولس د همدې اداري فساد له وجې له ادارې لرې شوی دی او دا ټولو ته معلومه ده. که چېرې دا اداره د ولس ډاډ ترلاسه کړي او پوه شي چې اداره مو پاکه او عادله ده، نو ولس ولې بيا چېرې لاړ شي او ولې فاصله ترې اختيار کړي.))

د رحيم ګل په نوم يو بل قومي مشر هم خپلو خبرو کې وويل خلک دې راپورته شي او په خپله دې د اداري فساد په وړاندې ودريږي، ځکه د هغه وينا چې په دې برخه کې نور د حکومت لاس نه رسيږي.

دی وايي: ((د ختمولو لپاره يې بايد اقدام وشي، په هره ولسوالۍ کې ولايت کې قومي مشران، علما، ولسوالان او قوماندان دا چې ټول جګ شي، اداري فساد مخه نيولی شي.))

له دې وړاندې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د فساد سره د مبارزې ورځې نمانځلو کې ځايي چارواکو او مدني فعالانو له فساد سره پر مبارزې ټينګار کړی او په دې برخه کې يې د زيات عامه پوهاوي غوښتنه کړې.

Visits: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.