ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران د نظام مخالف ژورنالېست اعدام کړ

ايران د نظام مخالف ژورنالېست اعدام کړ

author avatar
12 Dec 2020 - 15:51
ايران د نظام مخالف ژورنالېست اعدام کړ
author avatar
12 Dec 2020 - 15:51

کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): د ايران حکومت د محکمې له پرېکړې وروسته د نظام مخالف ژورنالېست او د ټيليګرام ټلوېزيوني چينل مشر روح الله زم اعدام کړى دى.

ايراني رسنيو د لېندۍ په ٢٢مه خبر ورکړى چې زم نن شنبې (د تلې ٢٢مه) سهار وخته په دار ځړول شوى دى.

پر روح الله زم د اسرائيلو او فرانسې استخباراتو ته د “جاسوسۍ”، له امريکا سره د “همکارۍ” او د پټو اسنادو راټولولو کې د “ګډون” تورونه لګول شوي وو.

د راپورونو له مخې، د ايران يوې محکمې په تېر اوړي کې روح الله زم پر اعدام محکوم کړى و، خو هغه مهال د زم پلار محمد علي زم خپل زوی ته د اعدام پر اورول شوي حکم اعتراض وکړ او هغه يې “د اسلامي محکمې او عدالت خلاف” وباله.

روح الله زم په فرانسه کې اوسېده او سپاه پاسداران ځواکونو له خوا تېر کال د تلې په ۲۲مه په عراق کې ونيول شو او ایران ته د لېږدولو خبر یې ورکړ.

د راپورونو له مخې، کله چې نوموړى له فرانسې څخه عراق ته رسېدلى و، د  عراقي استخباراتو له خوا تر نيول کېدو وروسته د مجرمينو د تبادلې د تړون له مخې ايران ته لېږدول شوى و.

روح الله زم د یوه پېژندل شوي روحاني شخصيت محمد علي زم چې يو وخت د ایران د اسلامي تبلیغاتو سازمان د هنري برخې رييس و – زوی و.

هغه د ۱۳۸۸ کال تر لانجمنو ولسمشريزو ټاکنو وروسته د يو څه مودې لپاره ونيول شو او له خوشي کېدو وروسته لومړی ماليزيا او له هغه ځای د پناه غوښتونکي په توګه فرانسې ته ولاړ.

زم په تېرو کلونو کې لومړی د امدنيوز (خلکو غږ) په نوم ويبپاڼه او وروسته یې ټيليګرامي چينل جوړ کړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.