ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

author avatar
12 Dec 2020 - 11:16
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۵ میلیونه ډالر مرسته کوي
author avatar
12 Dec 2020 - 11:16

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): نړیوال بانک په افغانستان کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د منفي اغېزو کمولو، د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پاکو اوبو ته د لاسرسي او حفظ الصحې برخو کې د  ۸۵ میلیونه ډالرو بې بدله مرسته تصویب کړه.

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرستې یادې پیسې نن د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو سره د دغه بانک د مرستو چمتو کولو څانګې تصویب کړې.

سرچینه لیکي چې د مرستې له یادو پیسو ۵۰ میلیونه ډالر به د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او حفظ الصحې په برخو کې په کابل، کندهار او هرات ولایتونو او په هېواد کې د اوبو رسونې یا ښاري کانالیزاسیون شرکت د پیاوړتیا برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۵ میلیونه ډالر به د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د هېواد په لسو ښارونو کې بنسټیزو جوړښتونو ته د خلکو د لاسرسي، بېړنۍ مرستې او د کلیو او ښارونو وګړو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې ولګول شي او له لارې به یې کوچیانو ته هم اړینې مرستې چمتو شي.

خبرپاڼې په افغانستان کې د نړیوال بانک مشرې هینري کرالي له قوله لیکلي: “پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی د کرونا پر وړاندي د مبارزې په برخه کې له بنسټیزو اړتیاوو شمېرل کېږي. تمه کېږي چې په افغانستان کې د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژې له خوا به دا نوې مالي مرسته افغانانو ته د بنسټیزو روغتیايي مرستو او اوبو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.”

د هغې په وینا، د افغانستان د ولسي تړون پروژې لپاره به دغه اضافي مالي مرسته بنسټیزو خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې د  یاد پروګرام د وروستیو کلونو د پام وړ لاسته راوړنې ځواکمنې کړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.