منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستاني مامورينو د کاربنديز له امله د تورخم له لارې واردات بند شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې تورخم ښارګوټي کې د پاکستان د ګمرک مامورينو د کاربنديز له امله له پرون راهيسې د بار وړونکو موټرو پر وړاندې دغه لار تړل شوې ده.

دوی وايي، ډاډ يې تر لاسه کړی چې د پاکستان ګمرک مامورين به نن د ورځې تر پايه او يا هم سبا خپل کاربنديز ختم او موټرو ته به د تګ اجازه ورکړل شي.

ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، تورخم کې د پاکستان د ګمرک ادارې کارمندانو د خپلو ستونزو د حل په موخه پرون کاربنديز کړی و چې له امله يې له دواړو خواوو د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لار بنده شوې ده.

د دغې خونې د صادراتو او پانګونې د برخې مسوول شاکرالله ساپي د ليندۍ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، د مامورينو د نشتوالي له امله دواړو خواوو ته لارۍ بندې ولاړې دي.

هغه زياته کړه، په تورخم کې د دوی همکارانو له پاکستاني لوري سره خبرې کړي، ډاډ يې تر لاسه کړی چې د پاکستان د ګمرک مامورينو غوښتنې اورېدل شوې د نن ورځې تر پايه او يا هم سبا پورې به هغوی کارونه پيل او بېرته به د لاريو تګ راتګ هم پيل شي.

د زلمي اعظمي په نوم د ننګرهار ولايت يو سوداګر چې تورخم کې يې هغې غاړې ته لارۍ بنده ولاړه ده وايي، که يوه ورځ د تورخم دروازه وتړل شي نو افغان سوداګر لږ تر لږه تر دوو ميليونو ډالرو زيان ويني او دغه راز د تورخم ګمرک عوايد هم شاوخوا اتيا ميليونه افغانۍ زيان ويني.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار ګمرک او يا هم د تورخم ګمرک د مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولري خو تر بيا ځلي اړيکو په دې چاره بريالى نه شو.

بلخوا پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې په تورخم کې د پاکستان د ګمرک مامورينو د اسانتياوو نشتوالي او د ځينو غوښتنو د نه منل کېدو له امله کار بندېز کړى دى.