ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوبايډن په رسمي توګه د امريکا ولسمشر اعلان شو

جوبايډن په رسمي توګه د امريکا ولسمشر اعلان شو

author avatar
15 Dec 2020 - 15:58
جوبايډن په رسمي توګه د امريکا ولسمشر اعلان شو
author avatar
15 Dec 2020 - 15:58

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩) : د امریکا د انتخاباتي یا اليکټورال کالج غړیو په رسمي توګه ولسمشريزو ټاکنو کې د دیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن کامیابي تايید کړه.

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې چې د تېرې نومبر مياشتې په ٣ مه ترسره شوې وې، په لومړنيو غير رسمي پايلو کې جوبايډن ګټونکى اعلان شوى و، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله ماتې نه منله او په ټاکنو کې يې د درغليو تورونه پورې کول.

د امريکا د ټاکنو د قوانينوله مخې هر کانديد چې له ٥٣٨ اليکټورال کالج رايو څخه ٢٧٠ رايې وګټي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.

د دې قوانينو له مخې، امريکايي رايه ورکوونکي نېغ په نېغه ولسمشر ته رايه نه ورکوي، بلکې په هر ولايت کې د اړوندو ګوندونو له خوا ټاکل شويو ځانګړو کسانو ته رايه ورکوي چې ګټونکي ته يې اليکټورال کالج وايي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، پرون د الکټورال کالج ٥٣٨ غړو، د خپل هېواد په بېلا بېلو برخو کې رایې واچولې چې له مخې يې جوبايډن ٣٠٦ او ډونالډ ټرمپ ٢٣٢ رايې وګتلې.

د انتخاباتي کالج د غړیو تر رايې اچونې وروسته منتخب ولسمشر جوبایډن خپل ملت ته په وينا کې وويل، چې یو ځل بیا د قانون حاکمیت، اساسي قانون او د خلکو ارادې وګټله.

هغه زياته کړه : ” زموږ دیموکراسي وګواښل شوه، وازمایل شوه خو ثابته شوه چې دا دیموکراسي قوي او رښتینې ده.”

بلخوا ولسمشر ټرمپ يو ځل بيا په ټاکنو کې د درغليو تورونه پورې کړي او پلويانو يې په يو شمېر ښارونو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه کړي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.