ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت: طالب پلاوى له موږ سره په مشوره او همغږۍ اسلام اباد ته تللى

افغان حکومت: طالب پلاوى له موږ سره په مشوره او همغږۍ اسلام اباد ته تللى

author avatar
16 Dec 2020 - 14:43
افغان حکومت: طالب پلاوى له موږ سره په مشوره او همغږۍ اسلام اباد ته تللى
author avatar
16 Dec 2020 - 14:43

کابل (پژواک، ٢۶ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي سفر له دوى سره په مشوره ترسره کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٧مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى له دغه سفره خبر دي.

سرچينې زياته کړې، اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره په مشوره او کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د سفر په پايله کې ترسره شوى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان غواړي د افغانستان سولې پروسه کې همکاري وکړي او افغانستان د پاکستان له دې هڅو ستاينه کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان دولت د خپلو خلکو رښتینې هيلې د پاکستان له دولت سره شريکې کړې او د تاوتريخوالي پر کمولو، اوربند او د مذاکراتو له لارې سولې ته پر رسېدو ټينګار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، کابل هيله لري چې اسلام اباد ته د طالبانو پلاوي سفر به يادو موخو ته د رسېدو لپاره ګټور تمام شي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغان سولې په تړاو د پاکستان دولت هڅو ته په درنه سترګه ګوري.

د يادونې ده، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر يو نهه کسيز پلاوى نن سهار اسلام اباد ته رسېدلى دى.

ټاکل شوې ده، دغه پلاوى به د درې ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزير عمران خان او د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وګوري.

بايد وويل شي چې د طالبانو يو پلاوى څو مياشتې مخکې هم اسلام اباد ته په سفر تللى و.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.