ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تر اوسه نږدې ۵۰زره کسان پر کرونا اخته شوي

په افغانستان کې تر اوسه نږدې ۵۰زره کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
16 Dec 2020 - 15:32
په افغانستان کې تر اوسه نږدې ۵۰زره کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
16 Dec 2020 - 15:32

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٩٧٠ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په ٢٦مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٤٠٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٣٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٩٧٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شوو پېښو ٧١ په کابل، ٤٦ په هرات، ١٥ په کندهار، ١٤ په پروان، ١٢ په بغلان، لس- لس په خوست، بلخ او نيمروز، نهه په هلمند، اته په لغمان، اووه په کونړ، پنځه په ننګرهار، څلور په بدخشان، درې په ارزوګان، دوه په فارياب، دوه په کندوز او يوه- يوه هم په نورستان او جوزجان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤٨ کسان له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨٦٤٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠١٧ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.