ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: طالبان دې وینې بهول ودروي، موږ به یې شرایطو ته لبیک ووایو

ولسمشر: طالبان دې وینې بهول ودروي، موږ به یې شرایطو ته لبیک ووایو

author avatar
17 Dec 2020 - 19:12
ولسمشر: طالبان دې وینې بهول ودروي، موږ به یې شرایطو ته لبیک ووایو
author avatar
17 Dec 2020 - 19:12

کندهار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته په خپل سفر کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې وینه بهول دې ودروي څو دوی یې شرایطو ته لبیک ووايي.

ولسمشر نن د لېندۍ په ۲۷مه کندهار ته سفر وکړ چې لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او څو تنو وزیرانو یې ملتیا کوله.

هغه لومړی د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې د کندهار د نظامي او ملکي چاراوکو په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونده کې ځايي ملکي او نظامي چارواکو د پرمختللو وسایلو، تجهیزاتو، البسې، ترفیعاتو، مقرریو، د ټپیانو د درملنې، د پرسونل د روټېشن، امتیازاتو، الکترونیکي تذکرو، د پر وخت اکمالاتو، د فساد د مخنیوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو کورنیو ته د ځمکو د ورکړې او لا ښې رسیدګۍ په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

ولسمشر هغوی ته وویل، ستاسو ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته به پر وخت رسېدګي وشي، ستونزه د امکاناتو نه، بلکې د کاغذپرانیو ده چې په اساسي توګه باید له منځه یوړل شي.

هغه زیاته کړه، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې به داسې واضح میکانېزم ایجاد شي چې د مقرریو پر شفافیت ستاسو باور لا زیات شي.

جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د ملي امنیت شورا دفتر کې دې د اکمالاتو د رسېدو د باوري کېدو لپاره واضح میکانېزم ایجاد شي. د وسایطو د حفظ او مراقبت قراردادي ځایناستی دې پیدا شي.

هغه زیاته کړه، ۲۰۵ اتل قول اردو د کندهار د امنیت او ساتنې اصلي قوت دی او د لا پیاوړتیا لپاره به یې اساسي پانګونه او پاملرنه وشي.

په یوه بله غونډه کې چې د کندهار او ارزوګان ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوه، ولسمشر وویل، اړتیاوې مو په واضح ډول وړاندې کړئ چې په اساسي توګه یې اکمالات وشي.

هغه د لوژستیک مدیریت، ضایعاتو د مخنیوي او د پولیسو له ظرفیتونو څخه پر غوره استفادې ټینګار وکړ، وې ویل، باید په دې برخه کې واضح او منسجم پلان ولرو.

ولسمشر وویل، د کندهار ولایت امنیتي وضعیت د ښه والي او په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه اکمال په موخه جدي تصمیمونو ته اړتیا لرو.

ده زیاته کړه، کندهاریان یواځې نه دي، کابل پلازمېنه او کندهار د افغانستان زړه دی، موږ واضح حقایق غواړو، ترڅو وړ بدیلونه ورته ولټول شي.

وروسته مازدیګر مهال ولسمشر د کندهار د علماوو په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر دې غونډې ته په وینا کې وویل، له فتنې لوی جرم نشته، د اسلامي لارښوونو له مخې څوک چې د اسلامي نظام په مقابل کې درېږي، دا فتنه ده.

هغه زیاته کړه، تاسې ابادي غواړئ خو یوازې تېر کال د هېواد ۱۶ سلنه شتنمي د طالبانو له خوا له منځه وړل شوې ده.

د ده په خبره، له یوې خوا شپه او ورځ کار کوو چې ابادي راشي، خو بل طرف ته وراني ده.

ولسمشر له دیني عالمانو وغوښتل چې د فتنې مخه ونیسي.

ولسمشر د سولې اړوند وویل، په صحیح بخاري کې د نیت په تړاو ۶ احادیث راغلي، هغه څه چې د سولې لپاره موږ وکړل، ډېر واضح دي او زموږ د نیت او ارادې څرګندونه کوي.

دی وايي، حکومت دوه کاله وړاندې اوربند وکړ، ټولو خلکو طالبانو ته غېږه خلاصه کړه، خو طالبانو خپلو جنګیالیو ته اخطار ورکړ چې کلیو، بانډو او ښارونو کې دې له خلکو سره نه ویني.

هغه وویل، طالبان ولې له اوربند څخه وېرېږي؟ په وژلو، د یوه او بل په سپکولو سوله نه راځي، بلکې د یوه او بل په منلو راځي.

د ده په وینا، سوله اخلاقي جرئت غواړي، لکه د افغانستان حکومت چې وکړ، لویه جرګه یې را وغوښته او د هغوی بندیان یې خوشې کړل.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل: ((که خبره د سیاست وي، ولې یې په زور حلوئ، راځئ په کندهار کې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه په مقبرو کې کښېنو او د سولې خبرې وکړو.))

ولسمشر د طالبانو هغو خبرو ته په اشارې چې وايي د ولس په زړونو کې ځای لري، وویل، که رښتیا داسې وي، را دې شي او د ازادو ټاکنو له لارې دې ودرېږي، دا څوکۍ په دې نه ارزي چې د وینې بهولو له لارې تر لاسه شي.

ده ټینګار وکړ چې طالبان دې وینې بهول بند کړي، موږ به د هغوی شرایطو ته لبیک ووایو.

دی وايي، طالبان د خپلو دوو زرو نورو بندیانو خوشې کول غواړي، ایا دا کار وکړو؟ نه، ځکه د تېرو بندیانو له خوشې کولو سره د وینې بهول و نه درېدل.

ولسمشر دا هم وویل چې هیڅوک باید په دې کې شک و نه لري چې حکومت او ولسمشر مو سوله غواړي، موږ هغه سوله غواړو چې د دې هېواد هر وګړی په کې عزتمند وي.

هغه د دې ولایت د وروستي امنیتي وضعیت اړوند وویل، کندهار د افغانستان زړه دی او دا به ساتو، د کندهار د ساتنې او هوساینې لپاره چې هر څه تاسې غواړئ، هغه به کوو.

خو ده یادونه وکړه چې له کندهاریانو یووالی غواړی، اوس د دې وخت دی چې حکومت قوي کړئ، که سبا سوله وشي او حکومت ضعیف وي، نو تاسې به له خدماتو بې برخې وئ.

ولسمشر یادونه وکړه چې نن او سبا به په کندهار کې وي او غواړي له خلک واوري او په پایله کې یې په حکمت او تدبیر داسې پرېکړې وکړي چې کندهار بېرته خپل تېر برم ته ستون شي.

غونډې ته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم وینا وکړه او ویې ویل، درې میاشتې کېږي چې طالبانو د کندهار په ارغنداب، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې جګړې پيل کړي.

د ده په خبره، د دوی د سفر موخه دا وه چې وضعیت له نږدې وارزوي او له امنیتي ځواکونو واوري.

ده وویل، ځینې نیمګړتیاوې شته خو حقیقت دا دی چې له کندهاره په مېړانه دفاع شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د دغو جګړو په پایله کې ۶۰زره کورنۍ بې ځایه شوي او کندهار ښار ته راغلې دي.

ده خبر ورکړ چې د ملي دسترخوان او د مرستې د نورو پروګرامونو له لارې به د هغوی لاسنیوی وشي.

خو ده وویل چې د دغو بې ځایه شوو کورنیو شا ته یوه ژوره خبره ده، طالبان وايي د خلکو په منځ کې ځای لرو، نو بیا دا خلک طالب له خپلو کورونو بې ځایه کړي که حکومت؟

دغه راز ده یادونه وکړه، په ټولو جګړو کې هغه په کندهار کې وې یا نورو ولایتونو کې بې ځایه شوي خلک د دولت تر واک لاندې سیمو ته پناه وړي، ځکه د طالب تر واک لاندې سیمو کې نه ژوند شته، نه تعلیم شته او نه انساني ارزښتونو ته درناوی.

خو ده وویل، حقیقت دا دی چې د یوې سروې له مخې طالب په خلکو کې له ۴ تر ۸ سلنه ملاتړ لري.

هغه پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د اسلامي لارښوونو له مخې د هغوی پر وړاندې ودرېږي چې وايي له امریکایانو سره مو جوړه وکړه او افغانان وژنو.

صالح دغه راز یادونه وکړه چې طالبانو سږ کال پلان درلود چې د هلمند له بهرامچې تر غزني ځانونو ته لاره خلاصه کړي، دوی داسې فکر کړی و چې د دوحې له تړون وروسته افغان ځواکونه د دفاع توان نه لري.

خو دی وايي، د طالبانو، پاکستان او نورو محاسبه غلطه وه، په دې وروستیو کې ۹۶ سلنه عملیات افغان ځواکونه کوي او د وطن له لوېشتې لوېشتې خاورې څخه دفاع ته به دوام ورکوي.

هغه د سولې په تړاو هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دوحې د تړون له مخې وسله والو طالبانو له القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.

ده وویل، موږ سوله غواړو خو د خپل دود، تاریخ او یووالي په قوت یې غواړو.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې راځئ د کندهار په خرقه مطهره کې د سولې خبرې وکړو، تاسې ولې له خپلو خلکو او ملت څخه وېرېږئ؟

ده پر طالبانو غږ وکړ چې د خلکو ارادې ته احترام ولري او انتخابات ومني.

د ده په خبره، طالبان د سولې په مذاکره کې هره لحظه له نورو مشورې اخلي، که هغوی په کور دننه مذاکره کوي، نو بیا یې له پردیو څخه له مشورو لاس لنډېږي، نو ځکه دا کار نه کوي.

دی وايي، حکومت ۵ زره خطرناک طالبان خوشې کړل او له دې لارې یې خلکو، طالبانو او نړۍ ته وښودله چې سوله غواړي.

هغه دا یادونه هم وکړه چې که څه هم د حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی رنګارنګ و، خو په مذاکره کې له واحد نظره برخه من وو.

د یادونې ده چې ولسمشر به سبا هم په کندهار کې وي او د دې ولایت له بېلابېلو اقشارو او د هغوی له استازو سره به جلا جلا غونډې او لیده کاته ولري.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.