ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۵۴ کسان په کرونا اخته شوي

افغانستان کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۵۴ کسان په کرونا اخته شوي

author avatar
18 Dec 2020 - 14:38
افغانستان کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۵۴ کسان په کرونا اخته شوي
author avatar
18 Dec 2020 - 14:38

کابل (پژواک، ۲۸ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۵۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۰۴۵۶ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ليندۍ په ۲۸مه د عامې روغتيا وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۷۳ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۵۴ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي، د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۰۴۵۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۴۵ کسان په کابل، ۲۵ په هرات، ۸-۸ په کندهار، ننګرهار او بامیان، ۱۶ په بلخ، ۲۹ په تخار، ۴-۴- په بغلان، بدخشان، هلمند او کونړ، ۲-۲ په کندوز او نیمروز، ۱۱-۱۱ په پروان او لوګر، ۹ په غزني، ۵ په بادغیس، ۱۳ په میدان وردګ، ۷ په لغمان، ۳۲ په کاپیسا، دوه په زابل او ۵ په سرپل ولايتونو کې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۸ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۸۷۲۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۵ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۰۳۷ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.