ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د سوله ييز ذهنيت رامنځته کولو په موخه د نقاشۍ کښلو لړۍ پيل شوه

بلخ کې د سوله ييز ذهنيت رامنځته کولو په موخه د نقاشۍ کښلو لړۍ پيل شوه

author avatar
19 Dec 2020 - 15:37
بلخ کې د سوله ييز ذهنيت رامنځته کولو په موخه د نقاشۍ کښلو لړۍ پيل شوه
author avatar
19 Dec 2020 - 15:37

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر نقاشان او مدني فعالان وايي چې هر افغان دنده لري، څو د سولې پروسې برياليتوب په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

دوی دغه څرګندونې د ليندۍ په ۲۹مه، مزارشريف کې پر يو شمېر ديوالونو او عامه ځايونو د سوله ييز ذهنيت خپرېدو په موخه د نقاشيو جوړولو پروګرام کې وکړې.

د سولې او نقاشۍ پروګرام يوه سمبالوونکي مرتضی يوسفي پژواک اژانس ته وويل چې دغه لړۍ هم مهاله د شمال او شمال ختيځ زون په ۹ ولايتونو کې پيل شوې ده.

هغه زياته کړه چې له دې لارې نقاشان غواړي څو عامو خلکو ته دا پيغام ورکړي چې جګړه زيان اړوونکې او سوله د ټولو په ګټه ده.

نوموړی وايي، د سولې د جنګ له پای ته رسېدو سره سم بايد په ټولنه کې د سوله ييز ذهنيت پر رغونې ډېر کار وشي.

د هغه په وينا، خلکو ته بايد دا ذهنيت ورکړل شي چې له يو بل منلو او د ټولنې تفاوتونو له منلو پرته سوله نشي راتلی.

يوسفي وويل: ((مخکې له دې چې جنګ ختم شي، بايد زموږ په افکارو کې سوله راشي، موږ بايد ټول مطمئن شو چې جګړه زموږ بنسټونه ورانوي او ټول په واحد نظر سره د جنګ پر وړاندې ودرېږو.))

ده زياته کړه چې د نقاشۍ دغه لړۍ يې هم مهال د شمال او شمال ختیځ زون په ۹ ولايتونو کې پيل کړې ده.

افغان نقاش حميد صدری پژواک ته وويل چې په ديوالونو نقاشي شوي پيغامونه په مستقيم ډول د خلکو پر اذهانو مثبت تاثير کوي.

نوموړي زياته کړه چې خلک حق لري څو د سولې روانې پروسې په اړه معلومات ولري.

د هغه په وينا، په دغې نقاشۍ کې تر ډېره داسې مسايل مطرح کېږي چې خلکو سره مرسته کوي څو د سولې پروسه کې له خپلو حقونو څخه خبر شي.

حميد وويل: ((يو شمېر افغانان لا هم د سولې په اړه منفي نظر لري او ځيني نور بيا باور نه لري چې سوله به وشي. موږ غواړو دغه دواړه ذهنيته له منځه يوسو او خلکو ته دا ډاډ ورکړو چې که دوی وغواړي نو بلاخره به روان جنګ پای ته ورسېږي.))

نوموړی غوښتنه کوي چې د سولې په پروسه کې بايد خلک څنډې ته پرې نه ښودل شي.

اجمل قاضي زاده بل نقاش دی چې غواړي د خپلې نقاشۍ او رسامۍ له لارې خلکو کې سوله ييز ذهنيت عام کړي.

هغه پژواک ته وويل چې هر افغان بايد د سولې پروسې د بريا برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

هغه وويل چې خلک له جنګه ستړي شوي دي او اوس اړتيا ده چې مسنجم شي او جګړې ته نه ووايي.

نوموړي زياته کړه چې ټول افغانان هيله لري څو د سولې پروسې له هر ګام څخه معلومات ولري.

د ښځو د حقونو يوه فعاله راحله سروري بيا ټينګار کوي چې د سولې روانه پروسه کې دې د خلکو غوښتنې ومنل شي.

د هغې په وينا، خلک بايد لاس په کار شي څو له سولې وروسته د يوې داسې ټولنې رامنځته کېدو ته لاره هواره کړي چې هر څوک پکې ځان مصئون احساس کړي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.