ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قريشي: که هند پر پاکستان برید وکړي، د افغانستان سولې پروسه به زیانمنه شي

قريشي: که هند پر پاکستان برید وکړي، د افغانستان سولې پروسه به زیانمنه شي

author avatar
19 Dec 2020 - 09:14
قريشي: که هند پر پاکستان برید وکړي، د افغانستان سولې پروسه به زیانمنه شي
author avatar
19 Dec 2020 - 09:14

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، که چېرې هند یې پر هېواد بريد وکړي، د افغان سولې پروسه به زيانمنه شي.

قريشي دغه څرګندونې متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال پرون ناوخته په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه زياته کړې، داسې راپورونه او معلومات يې ترلاسه کړي چې هند غواړي پر پاکستان بريد وکړي.

قريشي ويلي چې په هندوستان کې د لږکيو او کشميريانو پر وړاندې د هندي حکومت ظلمونه زيات شوي، په دې موخه چې له دې ظلمونو د خلکو او نړيوالو پام واړوي، غواړي پر پاکستان يرغل وکړي.

د نوموړي په وينا، که چېرې هندوستان داسې کومه تېروتنه وکړي، نو پاکستان به يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه يې د هند له ارادو خبر کړي او هغوى په جريان کې دي.

قريشي زياته کړې: ((که چېرې هندوستان د پاکستان پر وړاندې بې مسووليته حرکت وکړ، نو له دې کار سره به د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه شي.))

د هغه په وينا، د هند په بريد سره به د ټولې سيمې امنيت له ګواښ سره مخ شي.

د يادونې ده، تېر کال هم هندوستان د پاکستان پر بالاکوټ سيمې هوايي بريدونه وکړل چې، له هغه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډه نښته هم وشوه.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.