کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۹): ماليه وزارت وايي، د روان مالي کال په پيل کې د کورنيو عوايدو لپاره ۱۷۷ ميليارده افغانيو موخه ټاکل شوې وه چې له دې څخه يې د کال تر پایه ۱۷۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دی.
د ماليې وزير عبدالهادي ارغنديوال نن (د مرغومي په ۲مه) په خبرې غونډه کې وويل، په روان مالي کال کې د عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، چې د کرونا ویروس خپرېدو او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د تحلیل له امله یې د عوایدو راټولېدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ هدف وټاکل شو او مالیې وزارت وکولی شول، د کال تر پایه ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.
ده زیاته کړه، چې مالیې وزارت له د افغانستان بانک سره د جامع الکټرونیکي سیستم وصلېدو، د ګمرکونو د قېمت ټاکنې پروسې الکټرونیکي کولو، د مالیاتي شخړو د حل بورډ رامنځته کولو او د ګمرکي ځیرک سیستم ګټې اخیستنې په شان ډېر اړین اصلاحات رامنځته کړي دي.
ارغنديوال وايي، د ګمرکونو په برخه کې توانېدلي داسې سیسټم فعال کړي، ترڅو په ګمرکونو کې د فساد مخه ونيول شي، چې له دې ډلې څخه يې په ګمرکونو کې کمپيوټري ترازوګانې او کامرې فعالې کړي او په نږدې وخت کې به سکينرونه هم فعال کړای شي.
د هغه په خبره، د مالیې وزارت ژمن دی چې د دې وزارت تش او پیشنهادي بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي، چې دغه بهیر عملا پیل شوى ده.
د مالیې وزیر وویل، دوی په روان کال کې وکولی شول سره له دې چې په نړۍ او سیمه کې د کرونا ویروس خپرېدو ستونزې را ولاړې کړې وې، د نړیوالو هېوادونو او مرسته کوونکو مرستې د ۲۰۲۰ جنیوا په کنفرانس کې را جلب او له لاسته راوړنو ډک کنفرانس ولري.
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحیب ځدراڼ، چې د دې کنفرانس له ویناوالو څخه و، وویل، د ۱۳۹۹ مالي کال په پیل کې د هېواد اقتصادي وده ۳،۴ سلنه وړاندوېینه شوې وه، چې په سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو او په نړۍ یې منفي اغېز، افغانستان هم لکه نور هېوادونه له دې ویروس څخه زیانمن وو، اقتصادي وده یې تر منفي ۵ سلنې لاندې راښکته شوه.
هغه زیاته کړه، چې مالیې وزارت په ډېرو هڅو وکولی شول چې د دې پدیدې له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره نړیوالې مرستې راجلب او منفي اغېزې یې حد اقل ته را ورسوي.
د ده په وینا، د افغانستان د حکومت یوه ستره لاسته راوړنه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په بېړنیو حالاتو کې د ملي بودیجې لګښت وو، چې د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې لګښت ۸۳ سلنه او عملیاتي لګښت نږدې ۹۰ سلنې ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه: “سره له دې چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې مو زیاتې ستونزې درلودې، ولې ومو کولی شول ټول تخصیصات اجرا کړو او اوسمهال د حکومت په خزانه کې ۳۰ میلیارده افغانۍ ریزرف لرو او په را روان کال کې به په اړینو برخو کې ولګول شي. ”
د مالیې وزارت مالي مرستیال، په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو وغوښتل چې د حکومت د عملیاتي چارو چټکتیا، د تخصیصاتو اجرا او لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو د پلي کولو په موخه د ۱۴۰۰ کال ملي بودیجه ژر تر ژره تصویب کړي.









