ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او ازبکستان د ګډ اقتصادي زون پر جوړولو هوکړه کړې ده

author avatar
23 Dec 2020 - 09:35
author avatar
23 Dec 2020 - 09:35

مزارشريف (پژواک، ٣ مرغومی ۹۹): افغان او ازبکستاني چارواکي پر يوې داسې هوکړې سلا شوي چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د اقتصادي او تجارتي اړيکو پراختيا په موخه نوی اقتصادي زون جوړېږي.

نوی اقتصادي زون به د ازبکستان په سرخان دريا ولايت کې جوړېږي چې په کې به افغان سوداګرو او پانګوالو ته ګڼې اسانتياوې په نظر کې ونيول شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د بلخ او د ازبکستان د سرخاندريا واليانو پرون له غرمې وروسته په مزارشريف ښار کې د ازبکستان او افغانستان د سوداګريزو، اقتصادي او فرهنګي همکاريو پراختيا دويم کنفرانس کې وکړې.

د ازبکستان د سرخاندريا والي  بابا لوف توره عبديويچ وويل چې هېواد يې لېواله دی څو له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې اړيکې پراخې کړي.

هغه زياته کړه چې له افغان لوري سره پر يوې داسې هوکړې سلا شوي چې له مخې به يې د ازبکستان په سرخاندريا ولايت کې نوی اقتصادي زون جوړوي.

نوموړي وويل چې د نوي جوړېدونکي اقتصادي زون لومړني کارونه پيل شوي دي.

د ازبکستان د سرخاندريا والي وويل: ((نوی اقتصادي زون به موږ سره مرسته وکړي چې افغان سوداګر تشويق کړو څو په ازبکستان او ازبکستاني سوداګر به وهڅوو چې افغانستان کې پانګونه وکړي.))

د هغه په وينا، د نوې هوکړې له مخې افغان سوداګر کولای شي چې له ويزې پرته تر پنځلس ورځو پورې د ازبکستان په سرخاندريا ولايت کې و اوسېږي او خپلې سوداګريزې چارې تنظيم کړي.

د سرخاندريا والي زياتوي چې له دې پرته به افغان سوداګرو ته د ګمرکي چارو، اوسېدو ځای، پانګونې او روغتيايي برخو کې ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د همکاريو د پراختيا کمېټې هم جوړې شوي چې په منظم ډول خپلې چارې مخ ته وړي.

په ورته مهال د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل چې د ازبکستان په سرخاندريا کې د نوي اقتصادي زون په جوړېدو سره به افغان سوداګر خپل توليدات په اسانۍ سره نړيوالو بازارونو ته ورسوي.

هغه وويل چې له ازبکستاني چارواکو سره يې د اقتصادي، سوداګرۍ او فرهنګي همکاريو پراختيا برخو کې ګټورې لیدنې کړې دي.

د بلخ والی زياته کړه چې د ازبکستان حکومت لېوالتیا لري څو افغان سوداګر هلته پانګونه وکړي او په دې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې او اقتصادي اړيکې لا ډېرې پراخې شي.

فرهاد عظيمي وويل: ((موږ کاري کمېټو ته دنده وسپارله څو د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ برخه کې لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي، هر څومره چې زموږ او د ازبکستان اړيکې نږدې کېږي په هماغه اندازه يې ګټه د دواړو هېوادونو اقتصاد ته رسېږي.))

عظيمي همدا راز پر ازبکستاني سوداګرو هم غږ وکړ چې له افغانستان څخه زراعتي توکو، وچې او لندې مېوې، کانونو او نورو توليدي موادو د صادراتو برخه کې پانګونه وکړي.

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پراختيا ته يو شمېر افغان سوداګر هم خوشبين دي.

د بلخ ولايت يوه سوداګر امرالدين کاکړ پژواک ته وويل چې له ازبکستان سره اقتصادي او سوداګريزو اړيکو نږدېوالی د دواړو هېوادونو په نفع دی.

هغه زياته کړه چې که ازبکستان په رښتيني ډول همکاري وکړي؛ نو افغان سوداګر کولای شي چې له دې لارې اسيايي او اروپايي بازارونو ته په اسانۍ سره لاسرسی پيدا کړي.

خو کاکړ غوښتنه وکړه چې افغان حکومت هم بايد ازبکستاني سوداګرو ته قناعت و رکړي؛ څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.