کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): د مېک کمېټه وايي چې د بهرنيو چارو وزارت یې د غير قانوني کارکوونکو لرې کولو په برخه کې سپارښتنه د موجه استدلال له امله نه ده عملي کړې.
د يادې کمېټې مسوولينو نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې بهرنيو چارو وزارت د دوى له شپږو سپارښتونو پنځه عملي کړې او يواځې يوه يې ارشيف کړې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې «مېک» د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کې په بهرنیو چارو وزارت کې د ګومارنو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو په تړاو دغه وزارت ته شپږ سپارښتنې ورکړې وې.
د اړوندې موضوع په اړه د مېک کمېټې غړي مرتضي نوري وویل، د دوى موندنې ښیي چې د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د نوامبر میاشتې تر پایه د ټولو شپږو سپارښتونو له ډلې پنځه عملي کړې او يواځې يوه يې چې غير قانوني کارکوونکو لرې کولو په برخه کې وه، ارشيف کړې ده.
د نوموړي په وينا، مېک وزارت ته سپارښتنه کړې وه چې د دغه وزارت هغه کارکوونکي منفک او يا هم څارنوالۍ ته معرفي کړي چې د طرزالعمل خلاف پر دندو ګومارل شوي دي.
د هغه په خبره، وزارت ويلي چې په دې اړه يې د اداري اصلاحاتو له کمېسيون سره يو هوکړه ليک لاسليک کړى چې له مخې به يې دغه سپارښتنه هم عملي شي.
د یادې کمېټې د دارالانشاء مشر میوند روحاني وویل، د دې کمېټې د پنځو سپارښتنو په پايله کې د بهرنيو چارو وزارت د برېښنایي حاضرۍ سیستم او د بشري سرچينو معلوماتو مدیریت سیستم پر جوړولو بریالی شوی دى.
ده زیاته کړه چې وزارت د کارکوونکو عمومي معلومات په سیستم کې داخل کړي خو اسناد او سوانح يې هم بايد داخل کړي.
د نوموړي په وينا، د همدې سپارښتنو په لړ کې د بهرنيو چارو وزارت د مکتوبونو، حضوري او انلاين غونډو له لارې خپلو ټولو کارکوونکو ته د سرغړونو په صورت کې د مجازات کولو خبر هم ورکړى دى.
روحاني وايي، د دې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت د شکایتونو د ارزونې میکانیزم هم چمتو کړی څو کارکوونکي او نوي ګومارل کېدل کېدونکي کسان له خپلو حقونو دفاع وکړاى شي.
ده وويل چې د بهرنيو چارو وزارت د خپلو کارکوونکو د وړتياوو لوړولو په موخه د ډيپلوماسۍ ملي انسټيټيوټ هم جوړ کړى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن