کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۹): په کابل کې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د (جام پوليس) په نوم د ښځينه بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه .
په ياده سيالۍ کې له څلورو بېلابېلو ولايتونو (باميان،فارياب،غزني او کابل) څخه ۲۵ ښځينه لوبغاړو ګډون کړى وو، چې د افغانستان المپيک کمېټې له ودانۍ (چمن حضوري) څخه تر قرغې بند پورې شل کيلومتره هدف ورته ټاکل شوى و.
د افغانستان د بايسکل ځغلونې فدراسيون مشر محمد حسين حميدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د يادې سيالۍ موخه له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ او د بهرنيو سياليو لپاره د لوبغاړو چمتو کول دي.
دى وايي : “موږ سپورټ ته په ودې ورکولو سره ښيو چې خلک له نشه يي توکو څخه مخنيوی وکړي. ”
د نوموړي په وينا، په ياده سيالۍ کې لومړی مقام له فارياب څخه راغلې لوبغاړې يلدوزهاشمي، دويم مقام له باميان څخه راغلې ريحانه محمدي او درېيم مقام زهرا رضايي ترلاسه کړ.
حميدي وويل، په ۲۰۲۱ کال کې به ۱۵ روزونکي وروزي ترڅو ولايتونو ته لاړ شي او خپلو لوبغاړو ته زده کړې ورکړي.
دی وايي، د افغانستان اولمپيک کمېټې د بايسکل ځغلونې فدراسيون توانېدلى چې په ښو فعاليتونو سره د سپانسرانو پاملرنه را جلب کړي.
يلدوز هاشمي چې په ياده سيالۍ کې يې لومړی مقام تر لاسه کړ وويل، دا چې په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار زمينه تر ډېره نه شته، نو بايد له دغې سالمې لارې خپل ځان بوخت کړي.
هغې زياته کړه، افغانستان په نړۍ کې د جنګ هېواد پېژندل شوی، نو بايد نړۍ ته افغانستان د ورزش له لارې پرمختللی هېواد وښيو.
همداراز په سياليو کې له باميان څخه ګډون کوونکې يوې لوبغاړې وحيدې حسيني وویل چې په سيالۍ کې له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ، د فساد او نشه يې توکو پر ضد يې ګډون کړی.
هغې وايي، ددې لپاره چې خپله يوه لوبغاړې ده، ځکه له همدې لارې له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
دې وويل، په دې ټولو سياليو سره امنيتي ځواکونو ته ښيو چې ځوانان مو تر شا ولاړ دي او ملاتړ مو کوي.









