کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۹): ولسمشر غني د خصوصي سکتور استازو ته په خطاب کې وويل، د اوبو ستونزې ته په کتو په هر ځای کې ساختمان مه جوړوئ؛ د هغه څه د جوړولو اجازه باید ورنه کړو چې سبا ورباندې پښېمانه اوسو.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د خصوصي سکتور استازو سره په غونډه کې د افغانستان ساختماني شرکتونو اتحادیې له لوري د ساختماني جوازونو واحدې مرجع ایجاد طرحې په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، په پیل کې د افغانستان خونو فدراسیون رئیس محمد اسماعیل غضنفر د افغانستان ساختماني شرکتونو اتحادې د مدیره پلاوي غړي معرفي کړل او حمیدالله حبیبي د افغانستان د ساختماني شرکتونو اتحادیې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د مالیاتي جرایمو د معافولو له امله د جمهور رئیس مننه وکړه او ويې ویل، خصوصي سکتور د دولت د برنامو ملاتړی او همکار دی.
محمد ابراهیم جعفري د ساختماني جوازونو واحدې مرجع د ایجاد طرحې وړاندې کولو پرمهال د کیفیت د کنټرول میکانیزمونو، کټګوریو، د واحدې منبع او همغږۍ د ایجاد، د فساد د کموالي او د پانګونې د جذب په برخو کې د یادې طرحې د ښېګڼو په اړه معلومات ورکړل او ساختماني سکتور یې د شغلونو د ایجاد له پلوه عمده سکتور وباله.
ورپسې صبغت الله تمیم د ساختماني سکتور او حکومت ترمنځ همکاري مهمه وبلله او ويې ویل، د پانګونې اسانتیا واحد یا کوم بل چوکاټ کې دې د ساختماني سکتور غوښتنې او ستونزې پر وخت وڅېړل شي او د عوایدو د زیاتوالي په موخه دې لا زیات شفافیت رامنځته شي.
مسیح الله امتیاز په افغانستان کې د پانګونې بېلابېلو فرصتونو ته په اشارې وویل، د نورو ځایونو په پرتله له ۲۰-۲۵ سلنه مفاد موجود او تقاضا هم زیاته ده. موږ او نور پانګوال پانګونې ته چمتو یو.
د فواید عامې وزیر نجیب الله یمین وویل، د زیربنا او ترانسپورټ په برخه کې له خصوصي سکتور سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو. د ډیزاین او سروې تصدۍ برخې د شته ستونزو د حل په موخه پر یوې طرحې او د سرکونو او پلونو د ډیزاین په موخه پر یو انسټیټیوټ کار کوو چې له نهایي کېدو سره به یې په دې برخو کې د ګډې همکارۍ زمینې لا زیاتې شي.
یمین له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د طرحو او پروژو د تطبیق په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل او د وزن د کنټرول ترازوګانو او د سرکونو د حفظ او مراقبت په برخه کې همکاري وکړي.
د کابل ښاروال داوود سلطانزوی د غیرقانوني ساختمانونو پر ضد شویو اقداماتو او د ساساکي پلان تطبیق ته په اشارې وویل، موږ د مثبت بدلون په حال کې یو. د توقعاتو د مدیریت، همغږۍ او راتلونکو برنامو او موخو څخه د خصوصي سکتور د خبرېدو لپاره یې له خصوصي سکتور سره د دوامدارو ناستو وړاندیز وکړ.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت معین پوپل حبیبي وویل، موږ حاضر یو چې د سړکونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او نورو برخو کې خپلې تجربې له خصوصي سکتور سره شریکې کړو. همدارنګه یې د پروژو د تطبیق پرمهال د ستونزو او ځنډ د مخنیوي په موخه د شرکتونو د اساسي ارزونې او د دوی د ظرفیتونو د واضح تشخیص وړاندیز وکړ.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مرستیال عزیزاحمد ګلستاني د مسکن او ښاري نظم په برخو کې کافي فرصتونو ته په اشارې وویل، په دې برخو کې له خصوصي سکتور سره ګډ کار کولی شو.
هغه زیاته کړه، د ښار غیر پلاني ساحې باید د پانګونې له لارې د مسکن وړ وګرځي.
د اوبو رسولو او ښاري کانالیزاسیون عمومي رئیس حمیدالله یلاني وویل، په پام کې لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې د ټولو ښارونو د اوبو ستونزه حل کړو او په دې برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې زیات فرصتونه لرو. موږ چمتو یو چې پر طرحو د ګډ بحث له لارې پایلې ته ورسېږو.
د برېښنا شرکت مالي ریاست سرپرست محمود قادري دې ته په اشارې چې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حلېږي، وویل، د کابینې په منظورۍ په ټول هېواد کې یو ډول تعرفه رامنځته کېږي. د پانګونې زیات فرصتونه لرو، داخلي شرکتونه به پانګونې ته وهڅوو او خصوصي سکتور ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوو.
جمهور رئیس غني د دوی د ویناوو او معلوماتو له اورېدو وروسته د یادې طرحې د برابرولو مننه وکړه، ويې ویل، باید په طرحه کې د منافعو تضاد حل او د بډاینې لپاره یې لا ډېر بحث ورباندې وشي.
هغه زیاته کړه، د دولت او خصوصي سکتور د همکارۍ کچه زیاتېږي او فوق العاده بدلون باید راشي.
ده وویل، په کابل، مزارشریف، کندهار، خوست او جلال اباد ښارونو کې چې انکشافي پلانونه یې برابر شوي، له خصوصي سکتور سره همکارۍ ته چمتو یو، ځکه د ساساکي پلان ټولې پروژې پانګونې ته چمتو دي. د دغو پلانونو ښه والی دادی چې چوکاټي دي.
هغه څرګنده کړه، که خصوصي سکتور د ډیزاین په برخه کې پانګونې ته چمتو وي، نو باید له بین المللي شرکتونو سره پایلې ته ورسېږي. افغانستان پانګونې، مسکن او حرکت ته ضرورت لري. فواید عامې او د ښارجوړولو او ځمکو وزارتونه او ښاروالۍ دې یو معیار تطبیق کړي.
ده وویل، څو باوري بین المللي شرکتونه دې د خاورې پېژندنې، د ارتفاع تعیین او نورو اړوندو برخو کې خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړي.
هغه زیاته کړه، ۵۲ دولتي شرکتونه به په پښو ودرېږي او دا به د خصوصي سکتور رقیبان نه، بلکې همکاران وي.
محمد اشرف غني وویل، د اوبو ستونزې ته په کتو په هرځای کې ساختمان مه جوړوئ. مشترکه ژبه باید پیدا شي. خصوصي سکتور دې واقعي همکاري وکړي. عرضه او تقاضا باید تناسب ولري.
هغه زیاته کړه، افغانستان د ساختماني موادو له پلوه بېساري دی او پانګونې ته اړتیا لري.
جمهوررئیس وویل، د واضح معیارونو له مخې دې د ښاروالۍ او ښار جوړولو او ځمکو وزارت ظرفیتونه وارزول شي.
هغه زیاته کړه، د هغه څه د جوړولو اجازه باید ورنه کړو چې سبا ورباندې پښېمانه اوسو.
جمهوررئیس غني وویل، خصوصي سکتور دې د واضح طبقه بندۍ له مخې د شرکتونو شمېر تر لسو پورې راکم کړي. د شرکت شهرت باید واضح وي او خصوصي سکتور دې د قراردادونو او د پروژو د تطبیق په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل کړي.









