منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل ښار کې د سروزرو، سون لرګيو او اوړو بیې لوېدلې دي

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کابل (پژواک، ٦ مرغومی ٩٩): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د سرو زرو، سون لرګيو (بې پوسته بلوط)، قزاقي اوړو او هندۍ بورې بیې راټیټې شوې؛ خو د مالیزیایي غوړیو او پاکستانۍ وریجو بیې بیا لوړې شوې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه عمده پلورونکي محمد اميد حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۴۰ څخه ۱۷۲۰ افغانیو او د  ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۲۸۰  څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راټیټې شوې دي.

د نوموړي وویل چې د صادروونکو (قزاقستان او هندوستان) هېوادونو په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې راټیټې شوې دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د اوو ورځو په نسبت نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۴۸۰ څخه ۱۵۵۰ او ٢٤ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو د پلور بیه له ٢۳٠٠ څخه ۲۴۰۰ افغانو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، نن هم لکه تېره شنبې یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ٣٤٠ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۲۰ افغاني، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

په سون توکو کې د بې پوسته بلوط لرګيو بیه راټیټه شوې ده.

قدرت الله چې د کابل ښار په شهید څلورلارې سیمه کې د لرګیو پلورنځی لري، وویل چې د یو خراور بې پوسته بلوط لرګي بیه له ۸۵۰۰ افغانیو، ۷۸۰۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

خو ده زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې، د یو خراور سرې ارچې لرګي بیه ۸۰۰۰ افغانۍ او یو ټن د ډبرو سکاره ۶۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د تېلو بیو هم بدلون نه دی موندلی.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن هم لکه اووه ورځې وړاندې د یوه لېتر پټرولو بیه ۳٧ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ٣٨ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیې هم راټیټه شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ٣١٠٠ نه ۳۰۰۰ افغانیو او د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سرو زرو بیه له ۳۸۰۰ څخه ۳۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو ټیټوالی، په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیې له ټيټوالي سره تړاو لري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ٧٧.٢٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۸۰ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ پر ٢٩ مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٧.١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۲ افغانۍ بدلېدې.