ژبه

جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۹۹):د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د چرګانو د نرخونو کنټرول لپاره د چرګانو د خرڅلاو ځانګړی مارکېټ جوړ شو.
مسوولين وايي، په دې مارکېټ کې له سلو زيات دوکانونه موجود دي چې شاوخوا ۶۰۰ کسان به په کې په کار بوخت شي.
ياد مارکېټ د مرغومي په ۷مه پرانېستل شو چې مسوولين وايي، د نرخونو او کيفيت کنټرول کې به ګټور تمام شي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وويل، د چرګانو د پلور دا مارکېټ د يو سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی او موخه يې هم جلال اباد ښار کې د چرګانو د نرخونو کنټرول دی.
دی وايي، دا مارکېټ به له يو اړخه د چرګانو د اخيستو لپاره مرکزي ادرس شي او له بل پلوه به د چرګانو د نرخونو او کيفيت کنټرول هم په اسانۍ ترسره کېږي.
د ننګرهار د چرګانونو روزونکو ټولنې وياند سيد رحيم بابکرخېل وويل، ياد مارکېټ کې ۱۵۰ دوکانونه جوړ شوي چې تر ۶۰۰کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
هغه زياته کړه: ((تاسو وليدل چې خوشبختانه نن د دغه مارکېټ افتتاح وشوه دا مارکېټ به فارم لرونکو ته هم ګټور تمام شي، ځکه پخوا د ښار منځ کې د چرګانو مارکېټ و چې ساحه يې کمه او دوکانونه زيات و، نو کله به چې فارم دار چرګان راوړل د خرڅلاو تر وخته به يخنۍ کې باران خراب کړل او په اوړي کې به لمر.))
د افغانستان د چرګانونو روزونکو فارمونو د اتحاديې مرستيال فضل محمد سيار هم وايي، چې دا ډول مارکېټونه د نرخونو او کيفيت د کنټرول لپاره ډېر ګټور تمامېدلی شي.
هغه زياته کړه، اوسمهال ننګرهار کې ۳۱۰۰ د چرګانو روزنې فارمونه موجود دي چې د مناسب او واحد ځای نشتوالي له امله به نرخونه په خپلسري توګه لوړېدل او عامو خلکو ته به يې ستونزې پيدا کولې.
مسوولين وايي، که څه هم د کرونا څپې او قرنطين ننګرهار کې د چرګانونو روزنې چاره يو څه ټکنۍ کړې وه، خو اوس بېرته يې د عادي حالت ته د راګرځېدو په موخه هلې ځلې پيل شوې دي.