منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان او اوزبیکستان د برېښنا اړوند دوه تړونونه لاسلیک کړل

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک ۷ مرغومی ۹۹): د افغانستان برېښنا شرکت او اوزبیکستان هېواد د ۲۰۲۱ کال لپاره د برېښنا پېرودل او د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ لېږدوونکې برېښنا مزي جوړولو پروژې تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ازبیکستان هېواد ته تللي لوړپوړي پلاوي هېواد ته د ازبکستان برښنا انرژۍ راواردولو دوه نوي تړونونه لاسلیک کړل.

سرچينه زياتوي، دا تړونونه د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګرېزو چارو ریاست سرپرست صفي الله احمدزي او د ازبیکستان هېواد د برېښنا ملي شبکو رئیس جان داد ایساقلوف له لوري لاسلیک شول.

سرچينه کاږي، په دې سفر کې افغان پلاوي له اوزبیک لوري سره د ۲۰۲۱ کال لپاره د برېښنا پېرودل او د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ لېږدوونکې برېښنا مزي جوړولو پروژې د تړونونو لاسلیک کېدل شامل و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې تړون پر بنسټ به ازبیکستان لوری د ۲۰۲۱ کال لپاره دوه زره او دوه سوه میلیون کیلوواټ ساعت برېښنا افغانستان ته لېږدوي.

د برېښنا شرکت وايي، د شوي تړون له مخې د سرخان – پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ لېږدوونکې برېښنا مزي عملي چارې هم ۲۰۲۱ کال کې پيلېږي، چې د دې ۵۰۰ کیلوولټ پروژې د چارو په بشپړېدو سره به په لومړي او دویم کال کې ۴ میلیارد کیلوواټ ساعت برېښنا او په نورو کلونو کې به نږدې ۶ میلیارد کیلوواټ ساعت برېښنا افغانستان ته ولېږدول شي.